هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۱۷۵ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۷۵ شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۴۶۰ مثبتې ختلې دي.

په دې ډله کې تر ټولو ډېر کسان په کابل، هرات، پکتیا او تخار ولایتونو کې پر کورونا اخته شوي دي.

د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۰ زره او ۱۷۵ ته رسېږي.

د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳۶ اخته کسان مړه شوي او ۳۰۵ نور بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ۱۰ زره او ۱۷۴ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۶۷۵ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز د کورونا ویروس د ۶۸ زره او ۶۲۶ کتل شویو پېښو له ډلې ۱۹ زره او ۳۲۶ هغه یې فعالې دي.

اوس په نړۍ کې له ۹ میلیونه او ۵۳۵ زرو نه ډېر پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې ۴۸۵ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۵ میلیونه او ۱۸۰ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام