
د کابل یو شمېر ښاریان شکایت کوي چې په دې دوره کې یې د برښنا مصرفي بېلونه د تېرو دورو په پرتله خورا زیات لوړ راغلي او نه شي کولای پیسې یې ورکړي.
دوی پر برښنا شرکت تور پورې کوي چې پرته له کوم قانع کوونکي دلیل نه یې د مصرف شوې برښنا بېلونه لوړ لیکلي.
د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اوسېدونکی طارق مرزبان سلام وطندار ته وايي، په دې دوره کې یې د مصرف کړې برښنا بېل د تېرو دورو په پرتله له حده زیات راغلی.
د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي، برښنا شرکت د هغو کسانو او زورواکو د برښنا مصرف له عادي او بېوزله خلکو اخلي چې د برښنا پیسې نه ورکوي.
د کابل اوسېدونکي وايي، خپلې ستونزې یې له برښنا شرکت سره شریکې کړې؛ خو دغه شرکت لاهم د دوی ستونزو ته پام نه دی کړی.
د نظام الدین په نوم د کابل بل اوسېدونکی هم د برښنا بېل له لوړېدو شکایت کوي او وايي د شرکت کارکوونکي د مېترونو په لوستلو کې سلیقهيي چلند کوي.
خو د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلام وطندار سره خبرو کې د دغې ستونزې کچه کمه بولي او وايي چې د برښنا د لوړو بېلونو په تړاو شکایت کوونکي کسان دې د برښنا شرکت استازولیو ته مراجعه وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کابل خلک د مصرفي برښنا د لوړو بېلونو له ورتګه شکایت کوي. دغه شکایتونه په داسې حال کې دي چې برښنا شرکت له یوې خوا له مالي کړکېچ سره مخ ده او له بلې خوا حکومتي ادارې او زورواکي سلګونه میليونه افغانۍ پوروړي دي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د برښنا شرکت رییس امان الله غالب له دندې لرې او پر ځای یې نوی کس ګمارلی دی. دا چې نوی رییس به د برښنا شرکت او د خلکو ستونزې څومره هوارې کړي، وخت به یې ځواب ووايي.





