ننګرهار کې د مدني فعالانو او عامو خلکو اعتراض

د ننګرهار مدني فعالانو او عامو خلکو دغه ولایت کې د برېښنا او امنیت نه‌موجودیت او پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د حکومت کمزورو خدماتو په غبرګون کې اعتراضي خېمه ودروله.

دوی وایي، د حکومت مرکزي اداره ورسره توپیري چلن کوي او باید ژرترژره د دوی ستونزې حل او غوښتنې یې ومني.

مدني فعالانو او خلکو تر هغې وروسته چې وسله‌والو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د لغمان په بادپښ سیمې کې د برېښنا مزي پرې او لغمان او ننګرهار یې له برېښنا بې‌برخې کړ، د اعتراض په توګه خیمه ودروله.

اعتراض کوونکيو نوراغا ځواک او حیات‌الله حمیدي سلام‌وطندار سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د برېښنا ستونزې د تلپاتې حل ترڅنګ دې، په یاد ولایت کې امنیت ټینګ او د پوهنې او روغتیا سکتور دې پیاوړی کړي.

دوی له ننګرهار ولایت نه کابل ته د نړۍ څلورم اسلامي پوهنتون د لېږد پروړواندې هم غبرګون وښود.

د دغه پرلت یو ګډونوال عبدالبصیر سباوون وايي، یاد پوهنتون ته ننګرهار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او څه‌ناڅه کار هم پرې شوی، خو اوس حکومت پرېکړه کړې چې د ننګرهار پرځای یې کابل کې جوړ کړي چې په وینا یې، دوی به اجازه ورنه‌کړي.

مدني فعالانو د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره حکومت ته خبرداری ورکړ، که ژرترژره یې غوښتنې ونه منل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د ننګرهار ـ کابل لویه لار به هم وتړي.

بلخوا د ننګرهار او لغمان والیانو کابل کې د برېښنا شرکت رییس سره لیدلي او د یادو ولایتونو د برېښنا ستونزې تلپاتې حل په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له لغمان ولایت نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د برېښنا شرکت مسوولانو ورته ډاډ ورکړی چې له نغلو نه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د برېښنا غځېدلیو مزو لوری بدل او د بادپښ پرځای به یې د ورېښمین تنګي له لارې ور وغځوي چې دا موضوع د اړوندو ادارو تر جدي څار لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ننګرهار او لغمان برېښنا نه‌لري چې نه یوازې ولسي خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، بلکې د دې ولایت د صنعتي فابریکو چارې یې هم په ټپه درولې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام