ننګرهار، لغمان او بامیانو کې د سرتېرو ورځ ونمانځل شوه

په ننګرهار، لغمان او بامیانو کې په سندرو، نڅاو او د بېلابېلو بوختوونکیو نندارو په وړاندې کولو د افغان سرتېرو ورځ ونمانځل شوه.

جلال‌اباد کې د شېرزي لوبغالی نن سهار د سرتېرو ورځې نمانځنې په ویاړ د زرګونو کسانو کوربه و چې د بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکیو ترڅنګ په‌کې ولسي خلکو، لوبغاړیو او مېرمنو سرتېري وستایل.

هر کال د کب نهمه په ټول هېواد کې د سرتېرو د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

دغو مراسمو ته د ټولو امنیتي بنسټونو سرتېري ورغلي وو چې خلکو یې په بېلابېلو بڼو ستاینې او نمانځنې وکړې.

شېرزي لوبغالي کې جوړو شویو مراسمو ته د ننګرهار والي شاه‌محمود میاخېل وویل، اوس ولسي وګړي د بهرنیو او کورنیو کړیو پر وطن‌ضد او دولت‌ضد تبلیغاتو پوه شوي او څومره چې د افغان‌پوځ خلاف تبلیغات زیاتېږي؛ هغومره ورسره د خلکو مینه په څپو راځي.

د ننګرهار والي د امنیتي ځواکونو ښې همغږۍ او خلکو ته د ډاډمن امنیت راوستلو په اړه ولسونو ته ډاډ ورکړ او له خلکو یې هم له خپلو ځواکونو سره د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه.

د امنیتي ځواکونو په ویاړ دغه جوړ شوي پروګرام کې د بېلابېلو سپورتي او پوځي نندارو ترڅنګ د سرتېرو ستاینه په تمثیلي ټوټو او شعرونو کې هم وشوه.

د ننګرهار تر څنګ لغمان او بامیانو ولایتونو کې هم د کب نهمه یا د سرتېرو ورځ نمانځل شوې او ځېنو سیمو کې خو لا د دې ورځې نمانځل لا هم روان دي.

د دغو دواړو ولایتونو واليانو محمداصف ننګ او طاهر زهیر د سرتېري ورځې غونډو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په ټول توان د خاورې او خلکو دفاع کړې او په‌دې لاره کې هېڅ راز قرباني نه درېغوي.

په‌ درېیوو واړو ولایتونو کې چارواکیو، مدني فعالانو او عامو خلکو د امنیتي ځواکونو سرتېرو په غاړو کې د ګلونو اچولو ترڅنګ هغوی ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې تل به د خپلو سرتېرو تر څنګ ولاړ وي.

ورته مطالب:

سرتېری؛ د پولیس له‌پاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی

پروان؛ ځېنې ملا امامان د بهرنیانو په امر د امنیتي ځواکونو جنازې نه‌کوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام