
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې له ګاونډي هېواد پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ لړۍ د ژمي سړې هوا له امله ځنډول شوې وه، خو دغه پروسه نن یو ځل بیا په رسمي ډول پېل شوه.
افغان حکومت ویلي، سږ کال به له پاکستانه شاوخوا ۷ سوه زره افغان کډوال خپل وطن ته راستانه شي، چې تېر کال هم همدومره کډوال هېواد ته راستانه شوي وو.
ډېری راستانه شوي کډوال په خپلو سیمو کې د ناامنیو او کورونو د نشتوالي له امله اړ دي، چې نورو سیمو کې دېره شي؛ خو وايي، کمزوری اقتصاد یې د دې جوګه نه دی چې پردي کورونه په کرایه ونیسي.
په دې اړه څو تازه راستانه شوي کډوال وايي، چې دوی به د افغانستان په یو امن سیمه کې میشت شي، څو ماشومان يې درس او تعلیم څخه هم برخمن شي.

حکومتي مقاماتو ویلي، چې د نن ورځې تر ناوخته څه کم ۸۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راګرځېدلي، چې ډېره برخه یې په ختیځ ننګرهار کې مېشتېږي.
تورخم کې د کډوالو ریاست یو نماینده د فریدالله په نوم وايي:"۶۸ غیر راجستر او ۹ راجستر کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي".
له راجستر شویو افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې د ۴ سوه امریکايي ډالرو په مرستو کې هم کمی راغلی، چې دغه شمېره اوس نیمايي ته راټیټه شوې ده.
له دغو مرستو بیا د اسنادو نه درلودونکي کډوال بېخي بې برخې دي.
له هغوی سره تورخم بندر کې افغان حکومت او ځینې نړیوالې مرستندویه ادارې یوه اندازه نغدي او د خوراکي توکو مرسته کوي؛ خو کډوال وايي، دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.





