غزني کې پر نشه‌ٍیي توکیو د روږدو کسانو ډېروالی

د غزني د نشه‌يي توکیو پر وړاندې د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکیو د روږدو کسانو ډېروالی د اندېښنه وړ بولي او وايي، د ګڼو ټولنیزو ستونزو لامل شوي دي.

په غزني کې د نشه‌يي توکیو پر وړاندې د مبارزې رییس عنایت‌الله رفعت وايي، که څه هم په‌ دغه ولایت کې کوکنار نه کرل کېږي، خو ناامني د دې لامل شوي چې روږدي کسان په اسانۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي، په غزني کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه کم دي او په‌کار ده چې ډېر یا هم اوسنی هغه سل بستریزه شي او پرسونل یې زیات شي.

په همدې حال کې د غزني اوسېدونکي اسلا‌م‌الدین او رحیم‌الله وايي، پر نشه‌يي توکیو روږدو کسانو په ښار کې د غلاوو ترڅنګ په ګڼو جنايي پېښو کې لاس لري.

د دوی په وینا، روږدو کسانو نه یوازې په ښار کې ټولنیزې ستونزې جوړوي، بلکې نوي ځوانان هم په نشه‌يي توکیو روږدي کېدو ته هڅوي.

خو د غزني د عامې روغتیا رییس طاهرشاه‌ نېکمل وايي، تېر کال یې له ۸ سوو ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې او هره میاشت د روږدو کسانو په ځانګړي روغتون کې د ۵۰ تر ۶۰ روږدو کسانو درملنه کوي.

نوموړی له اړوندو دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې پر نشه‌يي توکیو د روږدو کسانو تر درملنې وروسته د هغوی لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي، که‌نه  په وینا یې، ښايي تر درملنې وروسته، بېرته نشه‌يي توکیو ته مخه کړي.

په غزني کې پر نشه‌يي توکیو د روږدو کسانو ډېره برخه ځوانان جوړوي. دغه ځوانان وايي، له روږدو کسانو سره تر ناستې ولاړې وروسته دوی هم پرې روږدي شوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام