په برېښنايي تذکرو کې له «مېرمنو» د هویت سلبول

د برېښنايي تذکرو پر سر له څو کلونو لانجو او اختلافونو وروسته بالاخره د تذکرو وېش بهیر د روان کال د ثور په ۱۳ مې نېټه پیل شو. خو دغه بهیر له پیل راهیسې له زیاتو ستونزو سره مخ شو. ځېنې کړیو او بنسټونو په برېښنايي تذکرو کې د قومي هویت لیکلو له‌پاره غونډې وکړې او ځېنو هغو یې د دې برخې د غورځولو په پار لاریونونو ته مخه کړه.

ځېنو کسانو «د مور نوم باید په برېښنايي تذکرو کې ولیکل شي» تر نوم لاندې کمپاین پیل کړ او د «زما نوم چېرې دی» شعار په ورکولو یې په برېښنايي تذکرو کې د مور هویت د لیکلو غوښتنه وکړه چې بالاخره دا کمپاین سبب شو چې د برېښنايي تذکرو په ډېتابېس کې د مور نوم ولیکل شي.

خو په‌دې کمپاین کې د مېرمنې نوم په‌خپل ځای پاتې شو. اوس چې د برېښنايي تذکرو وېش رسماً پیل شوی؛ لیدل کېږي چې د تذکرو په هېڅ ځای کې د مېرمنې د نوم له‌پاره ځای نه‌دی پرېښودل شوی.

سره له‌دې چې د اساسي قانون په ۲۲ مه ماده کې په وضاحت سره راغلي، د افغانستان د اتباوو ترمنځ هر ډول تبعیض او امتیاز منع دی؛ خو د نفوسو د احوالو ثبت ادارې هویت داسې تعریف کړی: هویت د یو کس بشپړ شهرت دی چې نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د ورځې، میاشتې او کال په تفکیک د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای، د استوګنې اصلي ځای او اوسنی ځای په‌کې شامل دي؛ نو د دغه تعریف پر بنسټ، د هویت تشخیص او لیکلو کې د مېرمنې له‌پاره ځای نه‌دی پاتې شوی.

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې باوري دي چې د برېښنايي تذکرو په ډېټابېس کې د مېرمنې نوم نه لیکل حقوقي بڼه نه‌لري او پر ټولنې د واکمنو مذهبي او دودیزو اعېز له امله دی.

د پوهنتون استاده شهلا فرید وايي چې د افغانستان اساسي قانون کې د نارینه او ښځینه تساوي ثابته شوې؛ خو دین د نسب له پلوه انسان پلار پورې تړلی بولي. نوموړې باوري ده چې آن پرمختللي اسلامي هېوادونه په تذکرو کې د مېرمنو نومونو لیکلو ته چندان ارزښت نه ورکوي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، په هر حقوقي اقدام کې باید د ښځو او نارینه‌وو هویت ته په مساويانه توګه پام وشي. د ښاغلي صدیقي په نظر، په‌دې مواردو کې هر ډول تبعیض د بشري حقونو ارزښتونو روښانه نقض، د مېرمنو بشري حقونو نقض، اساسي قانون او نړۍوالو کنوانیسیونونو نقض دی.

په هغه ډېټابېس کې چې ۳ میاشتې وړاندې سلام وطندار ته په لاس ورغلی و؛ د مېرمنې نوم په‌کې نه و لیکل شوی. د هغه ډېټابېس پر بنسټ چې د ارګ له‌خوا رسنیو ته وېشل شوی و؛ څو ځلې مو د برېښنايي تذکرو له ادارې نه د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو د دې ادارې ویاند روح‌الله احمدزی هر ځل په ټینګار سره ویل چې د برېښنايي تذکرو په ډېتابېس کې د مېرمنې نوم لیکل شوی‌دی.

اوس وروسته له‌دې چې د بریښنايي تذکرو ویش لړۍ رسماً پیل شوې او د ډېټابېس پوست‌کالی «سافټ‌ویر» د برېښنايي تذکرو په وېب‌پاڼې کې خپور شوی؛ بیا هم لیدل کېږي چې د افغان مېرمنو نومونه پهکې نه‌دي ذکر شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام