د جمعیت ګوند د انسجام شورا ناسته په تاوتریخوالي واوښته

ټاکل شوې وه، د سید نورالله عماد په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند انسجام شورا د دغه ګوند د سیاست معرفي کولو او د دې ګوند کنګرې جوړېدو څرنګوالي په موخه کابل کې ستره غونډه وکړي.

د دغې غونډې د پیل لومړیو شېبو کې د سلګونو ګډونوالو له‌پاره د ښاغلي عماد انځوریز پیغام خپور شو.

خو د عماد له پیغام وروسته، یوشمېر ګډونوالو د حکومت ضد شعارونو ورکولو سره دغه غونډه په تاوتریخوالي بدله کړه.

د اسلامي جمعیت ګوند د انسجام شورا مشر سید نورالله عماد، د مجاهدینو له مشرانو دی، چې د یو څه وخت له‌پاره د دغه ګوند مرستیال هم پاتې شوی دی.

ویل کېږي ۱۳۹۰ لمریز کال کې د جمعیت له لوري د عمومي مجمعې تدارکاتو کمېسیون له جوړولو وروسته د انسجام شورا واک دغه کمېسیون ته ورولېږدل شو، چې دغې شورا د ګوند له مشرۍ سره مخالفت پيداکړ.

سره له دې چې اسلامي جمعیت ګوند د ارګ له لوري د بلخ له ولایت څخه د دغه ګوند د اجرایوي مشر عطامحمد نور له لېرې کولو سره مخالفت وکړ، خو د سیدنورالله عماد په مشرۍ د دغه ګوند د انسجام شورا غړیو له ولسمشر اشرف غني سره یوې غونډه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام