
بادغیس کې نوی تعلیمي کال نن پهداسې حال کې پیل شو چې د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې ۵۹ زره ماشومان ښوونځيو ته له تللو څخه بېبرخې دي.
د بادغیس د پوهنې ریس زکریا رحیمي ښوونې او روزنې څخه د ۵۹ زره ماشومانو له محرومېدو نه په اندېښنه سره وايي چې دا شمېر ماشومان د ناامنیو، اقتصادي فقر او زدهکړو ته د کورنیو نه لېوالتیا په دلیل، له ښوونې او روزنې څخه بېبرخې شويدي.
د بادغیس د پوهنې رییس له کورنیو غواړي دغه ولایت کې د بېسوداۍ کچې کمولو لهپاره، خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل کړي.
د ده په خبره، دوی هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو کمپاینونو له لارې دا شمېره راکمه کړي.
د بادغیس د پوهنې رییس همدارنګه ټینګار کوي چې سږ کال دا ولایت د ۱۵ زرو نویو زدهکوونکیو د جذبولو ظرفیت لري.
په همدې حال کې بادغیس کې د ښوونځیو زدهکوونکي د مسلکي ښوونکیو او درسي کتابونو له کموالي او د ښوونې لهپاره د مناسب ځای له نهشتوالي شکایت کوي.
هاخوا د بادغیس د ولایتي شورا یو شمېر غړي د نوي ښوونیز کال د پېلېدلو په مراسمو کې د ښوونکیو حقونو ته د حکومت په نه پام نیوکه کوي او وايي، د دې برخې پرمختګ لهپاره باید له ښوونکیو لا ډېر ملاتړ وشي.
ورته مطالب:
له زدهکړو د ۱۵۰ زرو زدهکوونکیو د محرومیت احتمال
نږدې ۲۰۰زره افغان معلول ماشومان له زدهکړو محروم دي
فاریاب؛ د کوچیانو ۲۲زره کورنۍ له زدهکړو محرومې دي





