مېک: په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو مخنیوی کېږي

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې یا مېک د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې د فساد له لوري د پوهنې وزارت زیانمننې په اړه راپور خپور کړی و.

په یاد راپور کې د فساد له پلوه د پوهنې وزارت د تشو او کمزورتیاوو په نښه کېدو تر څنګ، په دغه وزارت کې د اصلاحاتو لپاره ۱۱۳ سپارښتنې هم په ګوته کړې وې.

د دې کمېټې مسوولانو نن د خپل نوي راپور په خپرولو سره وویل چې د پوهنې وزارت او نور همکاران یې نه‌دي توانېدلي د دوی ۱۱۳ سپارښتنې په بشپړه توګه پلې کړي.

د یادې کمېټې څېړونکی حسین رضایي وایي، له ۱۱۳ سپارښتنو یې ۱۶ په بشپړه توګه عملي شوي چې تر ډېره د ښوونکیو ګومارنې په اړه دي او ۱۶ نورې یې ۵۰ سلنه پلې شوې دي.

د رضایي په وینا، که څه هم د دوی په سپارښتنو کې د پوهنې وزارت د تشکیل بیاکتنه او کمول، د ښځو ګډون زیاتول، د کړنلارو بیاکتنه او جوړول، د ګومارنې په بهیر کې روڼوالی او د دغه بهیر برېښنایي کول شامل دي، خو په وینا یې، په پوهنې وزارت کې لا هم د اصلاحاتو مخنیوی کېږي.

دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې رییس باري سلام وایي، د دوی د سپارښتنو په درېیم پړاو کې د یادو سپارښتنو له ډلې ۱۵ یې تر ۲۵ سلنې پرمختګ کړی دی.

اړوند مطالب:

د «مېک» راپور: په کورنیو چارو وزارت کې فساد

د سلام په وینا، د پوهنې وزارت د لوست کتابونو او مسلکي ښوونکیو د کموالي، د زورواکیو لاسوهنې او د زده کوونکیو د ناسوبتیا له ننګونو سره مخ دی او په وینا یې، یاد وزارت د دوی د ۱۱۳ سپارښتنو له ډلې پر ۳۸ یې کار پیل شوی، ۶ یې لا پر ځای پاتې دي او ۲۲ نورې هم ځنډېدلې دي.

سلام وایي، له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې موندنې ښیي چې په پوهنې وزارت کې له فساد سره د مبارزې هڅوونکې ژمنه شته. 

د سلام په وینا، د وزارت د تشکیل کمول، د سازماني مطالعې پیلېدل، د مرکزیت کمول، د معالوماتو د مدیریت ښه کول او د پوهنې وزارت په مشرتابه پلاوي کې د ښځو حضور زیاتوالی، هغه مهم اقدامات دي چې د فساد کمولو او اصلاحاتو په موخه باید وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام