د راتلونکیو ټاکنو رڼښت په اړه اندېښنې

یوشمېر سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې د ټاکنو کمېسیون په پرپڅو کارکړنو د نیوکې ترڅنګ د کمېسیون له‌خوا د ټاکنو په رڼښت هېڅ باور نه لري.

خود ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره په غونډه کې ډاډ ورکړ، چې راتلونکې پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې به رڼې وي او دې ته ژمن دي.

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازو د ټاکنو کمېسیون تېرو کارکړو ته په نیوکې وویل کمېسیون دې پر خپلې کړنلارې او د چارو څرنګوالي په اړه له تخنیکي او حقوقي پلوه یولړ بدلونونه راولي؛ ترڅو رڼو ټاکنو ته زمینه برابره شي.

دوی په خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو او ټولو ته د رای ورکولو زمینې په برابرېدو ټینګار کوي.

د نوې ملي جبهې غړي صدیق پتمن وویل، که کمېسیون غواړي د ولس او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ باور رامنځته شي؛ اړتیا ده د راتلونکیو ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

پتمن وايي:« څه ډول باور وکړي چې تاسې د چنګاښ په ۱۶ نېټه ټاکنې ترسره کوﺉ؟ د وري په ۱۵ د نوم لیکنې پروسه پیلوﺉ. مونږ فکر نه کوو په دومره کم وخت کې دې کمېسیون دا کارونه ترسره کړي. تاسې باید مشخص مهال وېش اعلان کړئ.»

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار وویل تراوسه کمېسیون ته د دوو ګوندونو او څو مدني ټولنو له‌خوا له ۶۰ ډېرې طرحې راغلي چې تر ډېره په حقوقي او قانوني موضوعاتو راڅرخي.

د کمېسیون په تشکیلاتو کې بدلون راوستل، د کمېسیون له لوري د علني غونډو جوړول او د رای ورکولو په پروسه کې د کډوالو ګډون د مدني ټولنو د طرحو مهم ټکي دي.

دغه غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تر دې مخکې هم د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو او دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ ورته غونډې شوي؛ خو د ټاکنو په پروسې د خلکو باور لاهم کمزوری دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام