
د پکتيا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکيو په یوه اعتراضيه غونډه کې په دې ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو د بندېدو غوښتنه وکړه.
د پکتيا په زرمت کې نږدې یو کال وړاندې د شپنیو عملیاتو پرمهال د يوې کورنۍ د شپږو غړو په ګډون ۷ کسان ووژل شول.
د ځايي اوسېدونکيو او د قربانيانو د کورنۍ د غړيو په وينا، وژل شویو له هېڅ کومې وسلهوالې ډلې سره اړيکې نه لرلې او ټول ملکي وګړي وو.
اوس د دې کورنۍ غړي او ځايي اوسېدونکي د وژل شویو د قبرونو څنګ ته د اعتراض په ډول راټول شوي او له حکومته د عدالت غوښتنې تر څنګ د شپنيو عملياتو د بندېدو غوښتنه کوي.
سیمه ییز چارواکي بیا وايي، په سیمه کې اوس د شپینو عملیاتو پرمهال د ملکي خلکو مرګژوبلې مخنیوي ته پاملرنه شوې.
د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ وايي، د سيمې د خلکو دا ستونزه يې له ولایتي ادارې او ۲۰۳ تندر قول اردو سره شرېکه کړې ده.
د زرمت اوسېدونکي داسې مهال د خپلو وژل شویو لپاره د عدالت غوښتنه کوي چې تازه دوه شپې وړاندې هم د همدې ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې د شویو عملیاتو په ترڅ کې درې کسان ووژل شول چې د سیمې اوسېدونکي يې ملکي وګړي بولي.





