ملي جنبش ګوند: ولسمشر نه پرېږدو چې فاریاب ته راشي

په ټولنیزو رسنیو کې فاریاب ته د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه له خپرو شویو راپورونو وروسته په فاریاب ولایت کې ځېنې مخور او د ملي جنبش ګوند مینه‌وال را ټول شول او د هغه د راتګ په اړه یې کلک غبرګون وښود.

دوی په جوړې شوې غونډې کې وویل چې حکومت د خلکو غوښتنې ته ـ چې له بنده د ملي جنبش ګوند د محلي قوماندان نظام‌الدین قیصاري خلاصون و ـ هرکلی ونه‌کړ.

په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند مشر عطامحمد فیضی وایي، که‌چېرې ولسمشر له قیصاري پرته دې ولایت ته سفر وکړي؛ د ورتګ اجازه به ورنه‌کړي.

په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند د شورا منشي رسول رکین وایې، په نږدې دوې میاشتې مخکې د دوی ۲۰ ورځنی لاریون په‌دې موخه و چې جنرال دوستم هېواد ته راستون شي او قوماندان قیصاري له بنده خلاص شي چې دویمه غوښتنه یې تر اوسه نه‌ده منل شوې.

 

دا په‌داسې حال کې ده چې د فاریاب والي نقیب‌الله فایق نن د میمنې په ښار کې د خلکو په پراخ ګډون سره غونډه جوړه کړه او د ولسمشر له لوري فاریاب ته د مهمو پروژو له منظورېدو یې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي فایق په‌دې غونډه کې د ولسمشر سفر ته په اشارې سره وویل، که ولسمشر فاریاب ولایت ته سفر وکړي؛ د خلکو له لوري به یې ښه هرکلی وشي.

د حکومت او د فاریاب د ملي جنبش ګوند غړیو ترمنځ لانجې هغه مهال د هېواد په شمال او شمال‌ختیځ کې پیل شوې چې په فاریاب کې د ځايي پاڅونونوالو قوماند نظام‌الدین قیصاري د امنیتي ځواکونو له لوري په فاریاب ولایت کې ونیول شو.

دغه موضوع ددې لامل شوه چې د جنبش ګوند پلویان په شمال او شمال‌ختیځو څوو ولایتونو کې ۲۰ ورځې پرله‌پسې پراخ لاریونونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام