ټوبي لېنزر: افغانستان به ډېرې ورځې او مياشتې سختۍ تېرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مرستیال ټوبي لېنزر له تېرو دوو ورځو راهیسې له کورونا ویروس سره د مبارزې چمتووالي او روغتیايي وضعیت ارزولو په موخه هرات ولایت کې دی.

نوموړي نن د هرات له سيمه‌ييزو چارواکيو سره ګډې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال خبرداری ورکړی چې ښايي راتلونکيو دوو یا درېیو میاشتو کې روغتیايي وضعیت بدتر شي.

د یوناما مرستیال د خلکو له خوا د روغتیايي ټکو نه له رعایتولو نیوکه وکړه خو ويې ویل چې ملګري ملتونو به په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

لېنزر ټینګار وکړ چې له کورونا ویروس سره د مبارزې یوازینۍ لاره د روغتیايي لارښوونو عملي کول دي او باید خلک د روغبړ پر مهال ټاکلې فاصله په پام کې ونیسي.

دغه راز د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د خبرو پرمهال وویل چې د روغتیايي وضعیت سختېدو او په کورونا د اخته کسانو له زیاتېدو سره مل دوی هم لازم چمتووالي نیولی دی.

رحیمي وویل، سيمه‌ييزه اداره د درېیو نورو میاشتو لپاره هم خوراکي توکي په واک کې لري او په راتلونکيو ورځو کې به له بهره نور خوراکي توکي هم وارد شي.

په ورته حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا خبرداری ورکوي چې که چېرې خلک د کورونا ویروس په اړه بې پروايي وکړي، ښايي لویه فاجعه رامنځته شي.

تمنا پر خلکو غږ وکړ چې د روغتیايي چارواکيو له خوا وړاندې شوې سپارښتنې او لارښوونې عملي کړي.

روغتیايي چارواکي د کورونا ویروس په اړه د خلکو له بې پروایۍ اندېښنه ښيي او ټینګار کوي چې خلک باید دغه ویروس جدي وګڼي او روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.

په هرات کې د چارواکيو اندېښنې په داسې حال کې دي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې په دغه ویروس ۴۰ کسان اخته دي او دوه تنه یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام