
د تخار ولايت د دښتقلعه يو شمېر اوسېدونکي وايي، په تاجکستان کې د يوه افغاني د مړي سينه څيرل شوې ده.
د دوی په وينا، دغه څيرل شوی مړی نن سهار« د حمل څلورويشتمه، يکشنبه» د تاجکستان سرحدي پوليسو ایخانم بندر کې افغاني سرحدي امنيتي ځواکونو ته سپارلی دی.
د تخار ولايت د دښتقلعه اوسېدونکی صدامحسین د سينا روغتون د روغتياپالانو له قوله سلاموطندار ته وايي چې د دغه مړي د سينې څيرل د افغانستان له پولې پورې غاړې شوی دی.
له سينا روغتون نه څوک خبرو ته حاضر نه شول.
ويل کېږي دغه کس چې له پولې پورې غاړې څيرل شوی، اصلي د تخار ولايت د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکی و.
تاجکستان کې د افغانانو د مړو څيرل کومه نوې خبره نه ده، امو سيند سره همپوله ولايتونه په ځلونو د داسې پېښو شاهدان دي.





