له جنسي ځورونو د مریم او سمند ترخې خاطرې

جنسي فقر یوازې د ځانګړې محدودې ستونزه نه، بلکې د نړۍ زیات شمېر هېوادونه هم ورسره مخ دي. په افغانستان کې د عامه پوهاوی نه شتوالي او سنتي محدویتونو له امله د پخوا په پرتله دغه ښکارنده زیاته شوې ده.

د لسګونو هغو مېرمنو له جملې چې جنسي ځورونو سرمخ دي؛ مریم او سمند هم یو له هغو خپله کیسه کوي.

مریم وايي، د تګ را تګ لارې په اوږدو کې د ځینو سړیو ځورونې له کبله اړ شوه یو کال په کور کېني.

دغه پېغله د خپل تېر وخت په اړه وايي، هر ځل چې د کوره راوتله د یو شمېر نارینه وو؛ له مبتذل کلام، سپکو او سپورو سره مخ کېدله.

وايي، دغو نارینه‌وو به له دې ډول چلنده خوند اخیستلو. د مریم پروینا، خالي شوي واټونه، سړکونه او کوڅې هم د مېرمنو له پاره خوندي سیمې نه دي.

نوموړې وايي، په چادرۍ پټې مېرمنې هم د خوندیتوب احساس نه لري او خوندي نه دي.

د دې په خبره، کوڅو، واټونو، سړکونو او ښارونو کې ځینې ناروغ نارینه کله چې مېرمنې وویني سم لاسي د یو ښکاري په شان له سره تر پښو یې ننداره کويي او یو شمېر نور بیا له فرصته په استفادې مېرمنې په څنګل وهي.

دغه مېرمن وايي، په ټولنه کې دغه ډول چلند د جنسي غربت له وجې پېښېږي، چې یو شمېر نارینه ترې خوند اخلي؛ خو مقابل لوری بیا د کرکې او بېچارتوب احساس کوي.

دغه پېغله مېرمن وايي، دغه ډول چلند دومره ځورونکی دی، چې د غندنې له پاره ورته الفاظ نه لري.

سمند بله هغه پېغله ده او وايي، په څو وارې د نارینه‌وو له خوا ځورل شوې ده.

دا پېغله په نیول غږ کیسه کوي، ډېر کم به داسې پېښ شوي وي، چې ښوونځي او یا ښار ته د سودا اخیستلو له پاره تللي وي او ځورول شوي نه وي.

دا وايي، د کور، ښار او ښوونځي ته تلو راتلو پرمهال ډېرې ناسمې خبرې او پیغامونه یې له نارینه وو اورېدلي دي.

سمند وايي، د اول ځل له پاره یو کس ورته وویل، چې د ټیلیفون شمېره دې څو ده؟ دا وايي، چې د دغو ځورونو مخنیوي له پاره یې هرځلې پولیسو ته شکایت کړی؛ نه یوازې پولیسو د دې کار مخنیوی ونه کړ، بلکې پولیسو هم ورته عمل کولو.

سمند د خبرو پرمهال له کوره د باندې د نارینه وو د ځورونې له کیسو ژر ژر ځان خلاصولو او ویل یې، "هېڅکله یې په راحتۍ د خپلې خوښې کالي نه دي اغوستي.

د دې په خبره، هر کله چې بې له چادرۍ له کوره وځي د لارې په اوږدو کې لسګونه نارینه له سره تر پښو اندازه کوي."

د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ برخې رییسه لطیفه ظریفي وايي، د مېرمنو پروړاندې د یو شمېر سړیو ناسم چلند د څوو لسیزو جګړو له امله دی.

د مېرمن ظریفي په باور د عامه پوهاوي له لارې دغه ستونزه حلېدلی شي.

په افغاني ټولنه کې د ښځو پروړاندې ناسم چلند او جنسي ځورونه کومه نوې ښکارنده نه ده. څه وخت مخکې هم سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولي ادارو کې ځورول شوې وې.

سره له دې چې ادارې ځانګړې کاري اډانه لري؛ د پالیسیو او منظم سیستم په جوړولو سره کولی شي، د مېرمنو د ځورونې ښکارندې جرړې وباسي.

خو د هېواد اوسنۍ حالت او ناامنۍ ته په کتو واټونو، سړکونو، کوڅو، ښارونو او يا په عامه ځاینونو کې د مېرمنو ځورونې له منځه وړل سخت او ناممکنه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام