په سرپل کې یوه سړي د خپل کورنۍ غړي په ډزو وژلي

د افغانستان په سرپل ولایت کې یو سړي د خپل کورنۍ ۳ غړي په ډزو وژلې دي.

سیمه‌ییز مسوولین وايي، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالو له امله رامنځ ته شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي، چې د دغې کورنۍ غړي د یاد ولایت بلخاب ولسوالۍ په انروک کلي کې اوسېدل.

په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه سړي شامل دي.

د ویلو ده، چې د دغې پېښې عامل نیول شوی او د تورن شخص د وژلو انګیزې د پېدا کولو په اړه څېړنې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام