
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز کابل کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پسرلني کمپاین پیل په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه تلو په حال کې ده او که په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شي؛ ډېر ژربه د دې ناروغۍ جرړې وایستل شي.
فیروزالدین فیروز وايي، سږکال د ټول هېواد په کچه د پولیو ۳ پېښې ثبت شوي د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
فیروز زیاته کړه، د ګوزڼ ضد واکسین له دایکندي، بامیان او غور ولایتونو پرته چې هلته هوا لا هم سړه ده، د ټول هېواد ماشومانو ته ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ پیل شوی کمپاین ټولټال درې ورځې دوام کوي، چې ۸ میلیونه ماشومان د ۶۷ زرو کارکوونکو له خوا واکسنیږي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر له ښکېلو غاړو، وغوښتل چې له دغه ملي بهیر سره مرسته وکړي.
غونډې ته د یونسف استازي ادلي خضر وویل، دولت د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین له پیلولو سره خپله ژمنه پوره کړه، اوس باید خلک خپله ژمنه پوره او په دې برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز، غونډه کې د نړیوال روغتیایي سازمان استازي ریچارډ په افغانستان کې له پولیو ناروغۍ سره مبارزه تر ډېره بریالۍ وبلله.
ریچارډ وايي، د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې شاوخوا ۳۲ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې وو او سږکال دا کچه ۱۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پرانیست غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو وویل، هر څوک چې د پولیو واکسین خلاف فتوا ورکوي دا سیاسي فتوا ده؛ نه دیني فتوا او د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ته باید د یو عبادت په سترګه وکتل شي.





