.jpg)
د انتقالي عدالت همغږۍ ډله وايي، د ترهګریزو پېښو د قربانیانو په حق کې د عدالت غوښتنې پهپاره یې په ټولنیزو رسنیو کې نړیوالې جزايي محکمې ته له ترهګرو ډلو د شکایت کمپاین پيل کړی دی.
د نړیوالو حقوقو څېړونکی او د انتقالي عدالت غوښتنې همغږۍ ډلې غړی احسان قانع سلاموطندار ته وویل، د افغانستان حکومت او نړیواله ټوله یوازې په غندنې له ترهګریزو پېښو تېریږي او تراوسه یې هېڅ ډول جدي غبرګون نه دی ښودلی.
د ښاغلي قانع په خبره، نړیوالې جزايي محکمې ته د شکایتونو درجول لامل کېږي چې په افغانستان کې د ترهګریزو پېښو ترشا پټې څېرې بربنډې شي.
هغه وایي، چې د نړیوالې جزايي محکمې لهخوا په افغانستان کې د شویو ترهګریزو پېښو څېړلو دا فرصت برابر کړی دی، چې حکومت وکولی شي ترهګرې ډلې او د هغوی ملاتړي هېوادونه محکمې ته راوکاږي.
.jpg)
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې غړی هادي معرفت وايي، نړیوالې جزايي محکمې ته د ترهګریزو پېښو د قربانیانو د کورنیو لهخوا د شکایت ثبتول د دې لامل کېږي چې دغه محکمه په افغانستان کې شوې پېښې د بشریت ضد او جنګي جنایتونو د قوانینو پربنسټ وڅېړي.
د معرفت په خبره، د افغانستان قضايي سیستم د بشرضد او جنګي جنایتونو پېښو د څېړلو توان نه لري او دغې محکمې ته د شکایتو ثبتول د عدالت ټینګښت رامنځته کوي.
د انتقالي عدالت همغږۍ ډلې غړي وايي، ټول هېوادوال د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر ۳۱ نېټې فرصت لري چې خپل شکایتونه نړیوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړي.
نړیوالې جزايي محکمې له دوو اوونیو راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی. د دې محکمې د فعالیت موخه د بشر ضد جرمونو او له ۲۰۰۳ کال راهیسې د جنګي جنایتونو څېړنه ده.





