
د ښارجوړونې وزیر سید منصور نادري له یو کوریايي شرکت سره د کابل په لویدیځ کې ۲۴ زرو کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د ۶،۵ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.
نادري وویل، په دې پروژه کې د څښاک اوبو چمتوکول، د څلورو ژورو څاګانو کیندل، سړک جوړول او د اوبو رسونې شبکې جوړول شامل دي، چې د کابل په ۱۳ ناحیه دشت برچي سیمه کې عملي کېږي.
د ښارجوړونې وزیر وايي، چې د دغې پروژې د طراحۍ او نظارت چارې د کوریکا په نوم دفتر پرمخ وړي.
نادري زیاتوي، اوسمهال د کابل ښار ۲۸ سلنه اوسېدونکي له صحي اوبو ګټه اخلي او دوی هڅه کوي، چې د مالي ملاټرو په مرسته د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د اوبو رسونې پروژې جوړې کړي.

دغه راز، د کوریا اسیايي برخې رییس چاند یونګ غونډې ته وویل، چې هېواد يې له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دی او په راتلونکي کې به د څښاک اوبو چمتوکولو پروژې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي کړي.
د ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د څښاک پاکو اوبو پروژه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.





