دایکندي کې یوې ځوانې نجلۍ په تېزابو ځان وواژه

د دایکندي ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، یوې ۱۷ کلنې نجلې تېره ورځ په نېلي ښار کې تېزاب خوړلي او ځان یې وژلی دی.

د ښځو چارو رییسه زکیه رضايي سلام‌وطندار ته وویل، یادې نجلۍ ځکه ځان وژلی چې په زور یې کوژدنه کړې وه.

د نوموړې په وینا، د دغې نجلۍ پلار او مور غوښتل له داسې کس سره یې کوژدنه کړي چې نه یې خوښېده.

په همدې حال کې د دایکندي د پولیسو قومندان غلام‌سخي غفوري د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، د دغه ولایت جنايي او کشفي برخې یې په اړه څېړنې کوي. د نوموړي په وینا، تراوسه یې په تړاو څوک نیولي نه‌دي.

په فاریاب ولایت کې یوې پېغلې په مرموز ډول ځان وژنه کړې

په هرات کې د دوه پېغلو نجونو ځان وژنه او قتل

یوې ګونګۍ پېغلې ځان وژنه وکړه

د دایکندي د ښځو چارو ریاست د څېړنو له مخې، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په‌ دغه ولایت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د دغه ریاست د موندنو له مخې، سږ کال د ځان وژلو تر ۳۰ ډېرې پېښې ثبت شوي چې د مسوولانو په وینا، د نجونو په زوره ودول، اقتصادي فقر او ناوړه دودونه یې مهم لاملونه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام