چاریکار کې معلولانو د خپلو حقوقو د کمښت پر ضد لاریون وکړ

د دغو معترضو معلولانو شمېر چې شاوخوا ۳۳۰ تنو ته رسېد د اعتراض په ډول د پروان ولایت د کارکوونکیو پر مخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست دروازه او د احمدشا مسعود جاده د تګ ـ راتګ له‌پاره تړلې وه.

دوی د اعتراض په توګه وویل، چې مخکې به یې هر کال ۶۰ زره افغانۍ ورکولې؛ خو سږ کال ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، چې دوی ته د منلو نه‌دي.

په جنګ کې یو ټپي شوی معلول عبدالصمد وايي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوې پرېکړې له‌مخې د ۱۳۸۳ او ۱۳۹۵ لمریز کال تر منځ په قسمي توګه معلول شوي وي؛ نیم حقوق او هغوی چې د وجود ۶۰ سلنه یې معلوله وي؛ بشپړ حقوق ترلاسه کولی شي.

د ده پر وینا، اوس مهال د ټولو معلولانو په حقوقو کې کمښت راغلی دی.

د محمد صبور په نامه یو بل معلول وايي، دوی ادعا کوي، چې یوازې د پروان ولایت د معلولانو حقوقو کې کمی راغلی دی.

د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، چې د څېړنو په پایله کې د دې ولایت د معلولو اوسېدونکیو حقوق راکم شوي او ۵۰ سلنه حقوق به ورکړل شي.

د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس وکیل‌احمد سهیل وايي، چې دوی به معترضان د معلولانو د

تثبیت کمېسیون ته معرفي کړي او د معلوماتو نه وروسته به یې د حقوقو په اړه پرېکړه وشي.

تر اوسه په ټول هېواد کې د معلولانو او شهیدانو ۱۴ زره باقي‌مانده موجود دي، چې هر کال له دولت نه ټاکلې اندازه حقوق ترلاسه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام