د ۲۰۰۰ مېګاواټه سولري برېښنا د پروژې پيل

د ابو او وزارت نن د ۲۰۰۰ مېګاواټ سولري برېښنا پروژه په رسمي بڼه پرانېسته.

له دې سولري برېښنا به په کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ګته اخېستل کېږي چې هر ولایت ته ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا په پام کې نیول شوې‌ده.

د ۲۰۰۰ مېګاواټه سولري برېښنا دا پروژه به د اوبو او انرژي او مالیې وزارتونه له برېښنا شرکت سره په همغږي پلې کوي.

د انرژي او اوبو وزارت سرپرست وزیر محمد‌ګل خلمي په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دا پروژه به له څلورو تر پنځو کلونو پورې بشپړه شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، په‌دې پرژې کې شاوخوا ۴۲ شرکتونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

عکس له ارشیفه اخېستل شوی

د اوبو او انرژۍ سرپرست همداراز هیله وښوده چې دغه بهیر به په څو راتلونکیو کلونو کې بریالی شي.

نړۍوال بانک، د اسیا پرمختیایي بانک او ځېنو نورو بنسټونو چمتووالی ښودلی چې له اوبو او انرژي وزارت سره د ۲۰۰۰ مېګاواټه سولري برېښنا پروژې په بشپړولو کې مرسته وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت هڅه کوي چې د دې پروژې تطبیق له‌پاره نور بنسټیز ملاتړي هم پيدا کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام