ولسي جرګې د هلمنديو پرلتوالو ملاتړ وکړ

ولسي جرګې د نن ورځي په عمومي غونډه کې د هلمندیو پرلتوالو د سوله غوښتنې او مدني حرکته ملاتړ وکړ. 

د وري میاشتې پر درېیمه نېټه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د غازي محمد ایوب خان لوبغالي مخې ته پر ولسي خلکو له موټربم برید وروسته ځايي ځوانانو او مدني فعالانو د برید پر ځای د سولې خېمه ودروله. د سولې دغه پرلتوال له طالبانو غواړي له جګړې لاس واخلي او افغان دولت سره د سولې خبرې پيل کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، د هلمندیانو سوله غوښتنې حرکت په حقه دی او ولسي جرګه په ټولو امکاناتو ورځنې ملاتړ کوي. ابراهیمي په ټینګار وویل، افغان دولت باید د هغوی له غوښتنو ملاتړ وکړي.

ورته وخت کې نن ورځ د بلخ او زابل ولایتونو ځېنو مدني فعالانو او ځوانانو له هلمندي پرلتوالو په ملاتړ د پرلت خېمې په درولو سره له طالبانو غوښتي له بریدونه بس کړي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

لس ورځې کېږي چې د هلمند سوله غوښتنې او اوربند پرلت خېمې جوړې شوي. پرلتوالو د نه خوړو اعتصاب هم وکړ چې تر روغتونونو ورسېدل؛ خو د هلمند دیني عالمانو په منځګړتوب د نه خوړو اعتصاب یې پای ته ورسولو. خو هلمندي پرلتوال لا هم په خپلو غوښتنې ټینګار لري.

په دې وروستیو کې د هلمند دیني عالمانو د یوې کمېټې په جوړېدو ژمنه کړې چې د سولې په ټینګښت کې به عملي کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام