ولسي جرګې کې دې د کابل ولایت ونډه ډېره شي

ولسي جرګې ته د خپلواکو نوماندانو شورا وايي، دې جرګې کې د کابل ولایت ونډه کمه ده او د دې ولایت د نفوسو له مخې دې ورته څوکۍ په پام کې ونیول شي.

د دوی په وینا، د کابل ولایت د نفوسو شمېر ډېر دی او په‌کار ده چې په ولسي جرګې کې د دې ولایت د استازو شمېر زیات شي.

ولسي جرګې ته د خپلواکو نوماندانو شورا رییس حفیظ‌‌الله بارکزی وايي، اوس‌مهال په ولسي جرګې کې د کابل ولایت ۳۴ استازي دي چې د دې ولایت د نفوسو شمېر ته په کتو، بس نه‌دي او باید د څوکیو شمېر یې زیات شي.

یاده شورا په‌‌دې وروستیو کې د هېواد په کچه د خپلواکو نوماندانو هدف ګرځېدل د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړي چې د قانون تطبیق له‌پاره د نوماندانو ژوند خوندي او امنیت یې ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام