جلال‌اباد کې د چتونو پرېوتل؛ دوه پېښو کې ۴ ماشومان مړه شوي او ۶ نور کسان ټپيان دي

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، تېره ورځ ماښام ناوخته د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې د محمداغا په نوم د يوه کس د کور چت پرېوتو پېښه کې ۴ ماشومان  مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

 خوږیاڼی همدا راز وايي، دې ته ورته په يوه بله پېښه کې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند قول اردو فاميلو سيمه کې هم د يو چت پريو له کبله ۴ نور کسان بيا ټپيان شوي.

د نوموړي په وينا، دواړه پېښې د وروستي توفان د لګېدو له کبله شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام