د بلوڅانو د ملي فرهنګ ورځ؛ حکومت له پامه غورځولي

د افغانستان د بلوڅانو شورا نن په کابل کې د بلوڅ قوم د ملي فرهنګ ورځ ونمانځله.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د بلوڅانو شورا رییس نظام الدین فطرت بلوڅ وویل، د بلوڅانو قوم د افغانستان د قدرت په جوړښت کې ځای نه لري او د دې قوم حقوق تل د حکومت له لوري له پامه غورځول شوي دي.

د بلوڅ په خبره، په اساسي قانون کې ټول افغانان مساوي حقوق لري او حکومت باید د دې قوم غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د سرحدونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي هم په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې له ۳۰ زیات قومونه ژوند کوي او د بلوڅانو قوم هم د پخوانیو قومونو يو دی چې د هېواد په شاوخوا ۲۸ ولایتونو کې اوسېږي.

د احمدزي په خبره، د بلوڅانو قوم په ټولو برخو کې د حکومت ملاتړ کړی دی.

بلوڅان په افغانستان کې د مېشتو قومونو دي چې هر کال خپله ملي فرهنګي ورځ نمانځي. دا ورځ د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې چې بلوڅان اوسي نمانځل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام