په افغانستان کې د کوکنار د کښت کچه ۱۰ سلنه لوړه شوې

 

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږکال په عمومي توګه د کوکنارو په کښت کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یاد وزارت وايي، سره له‌دې چې په ۱۳۹۵ م کال کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې کوکنار کم کرل شوي، خو په بادغیس ولایت کې بیا په بې‌ساري ډول زیات شوي.

د هلمند ولایت څخه وروسته د ۱۰ سلنو زیاتوالي ډیره فیصدي همدې ولایت پورې تړاو لري.

د افغانستان د مخدره توکو د وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دایکندي، فراه، نیمروز، غور، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې کم کرل شوي، خو په بادغیس ولایت کې په بې‌ساري ډول زیاتوالي بیا دغې لاسته‌راوړنې ته پوښښ ورکړی.

نوموړي زیاته کړه، چې په ۱۳۹۴ م لمریز کال کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه کم شوی و، خو اوس‌مهال د ناامنیو زیاتوالي او د کوکنارو د کښتونو له منځه وړلو د برنامو نه عملي کېدو له وجې د خاشخاشو په کر کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی وايي، چې بادغیس د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې تېر کال په شدیده توګه امنیتي وضعیت په‌کې خراب و، چې سږکال له ۱۷ زرو هکټارو څخه په زیاته ځمکه کې يې کوکنار کرل شوي.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند پر خبره، هلمند هغه ولایت دی، چې اوس هم د تېر په څېر د کوکنار د کښت له امله په لومړۍ درجه کې قرار لري، خو بادغیس بیا په ډېر لږ تفاوت سره دویم ځای خپل کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام