
د کابل ښار امنیې قوماندانۍ مسوولانو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې په تېرې یوې میاشت کې د مظنونینو نیولو، په نشهيې توکیو او روږدو کسانو راټولولو او چاودېدونکیو توکیو کشف او شنډولو سره کابل ښار کې جنايي جرمونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شويدي.
د امنیې قوماندانۍ د راپور پر بنسټ، په تېرې یوې میاشت کې ۲۸۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي چې لهدې ډلې ۱۲۴ هغه ۹ ماشومان او ۲ مېرمنې دي چې څارنوالۍ ته ورپېژندل شويدي.
د کابل ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان مل پاسوال محمد داوود امین وايي چې دوی په تېرې یوې میاشتې کې له نشهيې توکیو سره د مبارزې په موخه ۱۱۶ خپلواک او ګډ عملیات کړي چې په پایله کې يې ۲ زره په نشه يې توکیو روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته لېږل شويدي
د کابل ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان په وینا، ۲۰۰ هغه کسان چې د خلکو ځورونې سببېدل نیول شوي او له ضمانت وروسته بېرته خوشې شوي چې دا کار د دې سبب شوي چې په کابل ښار کې د جرمونو کچه راټیټه شي.

خو ځېنې کابلښاریان دې مسلې ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې په کابل ښار کې د جرمونو کچه نهده ټیټه شوې.
د کابل ښار چهار کلا وزیراباد سیمې اوسېدونکي محمد جبار او نعمان شریفي وايي چې په سیمه کې يې د پولیسو حضور کم دی او د شپې له ۱۰ تر ۱۲ لارې نیونې پیل او غله له خلکو پیسې او مبایلونه اخلې.
د کابل ښار بل اوسیدونکی نعمان وايي چې د ده په اند د کابل ښار امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی او د ناامنیو لامل هم د خلکو اقتصادي ستونزې دي.
هېوادوال تل د پولیسو په ځانګړي توګه د کابلښار پولیسو پر چلند نیوکې کوي او وايي چې په ځېنو مواردو کې ان پولیسو له مجرمینو سره په جرم کې شریک وي چې کورنیو چارو وزارت تل دا ادعا رد کړېده.
داسې مهال د کابل پولیسو لاستهراوړونو په اړه راپورونو خپرېږي چې څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو کار کړنو ښهوالي په موخه د ښار په یو شمېر حوزو کې بدلونونه رامنځته کړيدي.





