وروستیو واورو ورښت او سړې هوا ۲۳ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د اداري مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، د تېرو ۴۸ ساعتونو واورې ورښتونو په ځینو ولایتونو کې ۳۲ تنه وژلي او لسګونه کورونه یې نړولي دي.

سیاس سلام وطندار ته وویل، په دې هڅه کې دي، چې په واورو کې د ایسارو کسانو ژوند وژغوري.

په همدې حال کې بند پاتې شویو مسافرانو سلام وطندار ته وویل، له ۲ سوو زیات د سورليو موټرونه تېره شپه د سخت توپان له امله په غزني ولایت کې بند پاتې دي.

دوی وايي، چې شپه یې په یخنۍ کې تېره کړې او د سوخت مواد یې مخ په خلاصېدو دي.

ګل احمد او عبدالمتین هغه مسافر دي، چې د غزني ولایت مقر ولسوالي په لرم سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د واورې له امله ایسار پاتې شوي دي.

دوی سلام وطندار ته د تیلیفون په کرښه وویل، نږدې سل موټر، چې سلګونه سورلۍ په کې دي، په سخت وضعیت کې بند پاتې دي.

دوی خبر ورکوي، چې په یوه سراچه ډوله موټر کې ناست ټول مسافر د سختې یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

خو د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل سلام وطندار ته وویل، هغه ۴ زره مسافر چې د کابل – کندهار پر لویه لار کې د واورې له امله بند پاتې وو، امنیتي ځواکونو ژغورلي دي.

دغه زار د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د کور د چت غورځېدو له امله یو تن وژل شوی دی.

له بل لوري د خوست د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، په دې ولایت کې د یو کور د چت نړېدو له امله ۳ تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر هم د ادرسکن په ولسوالۍ کې د، دوو مېرمنو، دوو سړیو او د یو کوچني د مړینې خبر پخلی کوي.

بل خوا د پروان ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست رییس محمد امین حیدري وايي، په دې ولایت کې د واورې ښويېدنې له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۹ تنه د پروان په سرخ پارسا او سیاګرد ولسواليو کې وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي او همدا ډول ۳۰ د استوګنې کورونه وران شوي دي.

بل خوا د لوګر محلي چارواکي هم په برکي برک ولسوالي کې د ۲ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد علي لکزی خبر ورکوي، چې د دې ولایت په لارو کې بند مسافر امنیتي ځواکونو ژغورلي دي.

همدا ډول د سالنګ لار هم له ۲ ورځو را په دېخوا تړل شوې او په بدخشان کې هم د سړې هوا او واورې ورښت له امله د څو ولسواليو لارې تړل شوي دي.

خو د دې سره، سره بیا هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، ولایتي کمېټو ته یې سپارښتنه کړې، چې په خپلو ټولو امکاناتو سره بند پاتې مسافر وژغوري او لارې پرانیزي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام