د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو قانون مسوده له منفي غبرګون سره مخ شوه

د حکومت له خوا چمتو شوی د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو قانون مسوده د ولسي جرګې یو شمېر غړو او مدني فعالانو له منفي غبرګون سره مخ شوه.

دوی باوري دي، دا مسوده د اساسي قانون خلاف او د وطنوالو په ټکولو کې حکومت ته واک ورکوي. 

په ولسي جرګه کې د غزني استازې شا ګل رضایي د دغه قانون مسوده د اساسي قانون خلاف بولي او زیاتوي، چې ښایي حکومت له دوبني تعطیل په ګټنې راتلونکې اوونۍ پیلیږي دا د تقنیني فرمان له لارې توشیح او په عملي توګه د خلکو ازادي چې د اساسي قانون په دویم څپرکي کې د افغانستان د خلکو اساسي حقونو او مکلفیتونو په توګه مطرح شوي، له خلکو واخلي.

مدني فعال سمیع دره یي د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو قانون مسوده چې نوې چمتو شوې، د خلکو ازادیو محدودولو او اعتراض غږ زندۍ کولو په مانا بولي او وایي حکومت د ټکونې او پولیسي تګلارې ته مخه کړې چې دغه عمل خلکو او مدني ټولنې ته د منلو نه دی.

د روښنایي غورځنګ غړي داود ناجي سلام وطندار ته وویل، حکومت غواړي په دغه ډول قانون سره د خلکو مدني اعتراضونه له قانوني لارې وټکوي.

د ناجي په وینا که حکومت وطنوال له مدني اعتراضونو محروم کړي، ټولنه به د تاوتریخوالي لار غوره کړي.

خو د ولسمشر ویندوی دفتر ځای ناستی شاه حسین مرتضوي وایي، دا مسوده وروستۍ نه ده او د ولسمشر دویم مرستیال دفتر کې کار پرې روان دی.

د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو قانون مسوده په ټولنیزو شبکو کې هم له منفي غبرګون سره مخ شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام