د شهید اوونۍ د نمانځنې کميسیون: هېڅ‌څوک حق نه‌لري عامه نظم ګډوډ کړي

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن د دوشنبې په ورځ يوه خبري ناسته کې وویل، د شهید اوونۍ د نمانځنې کميسیون پرېکړه کړې چې هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې د شهید اوونۍ نمانځنې په ورځ ناقانونه کړنې وکړي او دغې ورځې نه باید په خوندي او د عامه نظم له ګډوډېدو نه پرته فضا کې نمانځنه وشي.

ارين وویل، کوم کسان چې د شهید اوونۍ په ورځ د خلکو فزیکي او رواني امنیت خطر سره مخ کړي، امنیتي ځواکونو ته دنده ورکړل شوې چې دغو کسانو سره جدي چلند وکړي.

د نوموړي په وينا، له ملي امنیتي ځواکونو پرته نور هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې له نظامي یونیفورم او وسلو سره وګرځي او همدارنګه نه‌شي کولای په هوايي ډزو لاس پورې کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د شهید اوونۍ د نمانځنې کميسیون سره په تفاهم هوکړې ته رسیدلي چې هیچاته د وسلو لېږد او د هوایي ډزو اجازه نه ورکوي او همداراز هېڅ‌څوک د تورو ښيښو، بې‌اسنادو، بې‌پلېټه، په بېلابېل ډوله رنګونو د موټرو له رنګولو او غیرقانوني موټرو د ګرځونې حق نه‌لري چې د سرغړونې پر مهال به یې وسایط ضبط کېږي.

ارين وويل، هېڅ‌څوک حق نه‌لري څو د کاروانونو په بڼه د سړکونو نظم له منځه یوسي او پر سړکونو د ترافیک جریان له بندښ سره مخ کړي او همداراز يې زياته کړه چې په کاروانونو کې د دولتي وسایطو له استفادې نه په کلکه ډډه وکړي او د لیدلو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې څو هغه هټۍ چې د وسایطو د رنګ په بدلولو او تزیین لاس پورې کوي، ویې تړي او له څښتنو سره یې قانوني چلند ترسره کړي.

له دې سره د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمدولي مسعود هم د سنبلې پر اتلسمه چې د احمدشاه مسعود ۱۸م تلین سره برابره ده، د امنیت او عامه نظم پر خونديوب ټینګار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام