يوه ښار کې د تاوتريخوالي ۸ زره پېښې؛ پر شکريې، عايشې او پريسا څه تېر شوي؟

د سلام‌وطندار راډیو تېرو نږدې دوو میاشتو کې پروان ولایت کې یوه څېړنه کړې چې د دغې څېړنې پر بنسټ یې پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې څېړلي، چې له ۱۳۹۴ کال نه تر ۱۳۹۸ کال پورې کلونه په کې شاملېږي.

د شوې څېړنې پر بنسټ، تېرو ۵ کلونو کې د پروان د ښځو چارو ریاست سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۶۴ قضیې ثبت شوي چې وهل ټکول، له کوره تېښته، د مهر حق، د کوژدنې له منځه وړل او د برخلیک روښانه کول په کې شاملېږي.

د پروان د ښځو چارو ریاست تاییدوي چې دغه شمېرې د پروان مرکز ته نږدې ولسوالیو او سیمو کې چې د ښځو چارو ریاست ته لاسرسی لري ثبت شوي، خو داسې پېښې هم شته چې د ټولنې ناوړه دودونو او حکومتي بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو ریاست ته د مېرمنو د نه لاسرسي ستونزو  له کبله، له ثبت او څېړلو  پاتې کېږي.

د دغه ریاست په باور، د هغو راپورنو پر بنسټ چې حقوقي بنسټونه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي میاشتنیو جلسو ته وړاندې کوي، پروان کې د میاشتې له شلو تر دېرشو پورې د طلاق قضیې پېښېږي چې د اندېښنې وړ دي.

د پروان د ښځو چارو رییسه شاه‌جان یزدان‌پرست وايي، پروان کې هره میاشت له ۲۰ تر ۳۰ پورې کورنۍ سره پاشل کېږي.

يا ولايت کې د ښځو چارو له ریاست وروسته عدلیې ریاست له هغو بنسټونو دی چې د میراث حق، د مهر حق، طلاق او د بېلېدو په څېر د ښځو تر ټولو زیاتې حقوقي قضیې په کې ثبت شوې دي.

د پروان د عدلیې رییس محمد عمر عمرزاده سلام‌وطندار ته وايي، تېرو پنځو کلونو کې دغه بنسټ سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د پروان ملکي روغتون له هغو بنسټونو دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د تر ټولو زیاتو پېښو کوربه دی.

که څه هم د سلام‌وطندار راډیو خبریال شل ورځې وړاندې د مرکې لپاره دغه بنسټ ته د سيمه‌ييزې ادارې رسمي لیک سپارلی، ترڅو د تاوتریخوالي پېښو شمېرې چمتو کړي، خو له شلو ورځو وروسته دغه بنسټ د پنځو کلونو د شمېرو له ورکولو ډډه کوي.

د پروان د سل بستریز روغتون مشر عبدالقاسم سنګین وايي، په منځني ډول میاشت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا سل زيانمن  دغه بنسټ ته مراجعه کوي چې قتل، ټپي کېدل، وهل‌ټکول، رواني او جسمي ځورونې په کې شاملېږي.

نوموړی د پروان د ښځو چارو او د عدلیې ریاستونو د مسوولانو څرګندونو پر خلاف وايي، بې‌وزلي، اوزګارتیا، بې‌سوادي، او د ښځې او میړه له حقونو نه پوهاوی، دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل کېږي.

سنګين وايي، کومې شمېرې چې دوی سره دي ښيي، چې دې وروستیو کې زیاتره باسواده او تحصیل کړي کسان، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کوي.

د پروان د ملکي روغتون امر تر دې وړاندې سلام وطندار ته ویلي وو چې تېر کال ته په پرتله ۱۳۹۸ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۲۵ سلنه زیاتې شوي او په منځني ډول ورځ کې لږ تر لږه ۳ دغه پېښې رامنځ ته کېږي.

د پروان ولایت د استېناف څارنوالۍ رییس محمد شریف مهربان شیرزاد وايي، تېرو ۵ کلونو کې دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۳۱ جرمي دوسیو ته لاسرسی شوی دی.

د پروان ولایت د استېناف څارنوالۍ ریاست اطلاعاتو پر بنسټ، دې وروستیو څلورونو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د ياد ولایت استېناف څارنوالۍ سره، سره له دې چې د قضیو حل کولو لپاره د قومي مشرانو منځکړیتوب نه ردوي خو ټینګار کوي چې په خپل توان سره د قانون د تنفیذ په هڅه کې دي.

سره له دې چې د سلام‌وطندار راډیو خبریال په رسمي توګه د پروان له امنیې غوښتي وو چې تېرو پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تړاو د لاسرسي شويو قضیو شمېرې وړاندې کړي، خو دغه بنسټ تېرو ۲۰ ورځو کې دغه اطلاعات سلام‌وطندار راډیو سره شریک نه کړل.

د پروان امنیې قومندان محمد  محفوظ ولي‌زاده وايي، تېرو شلو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۴۰ پېښو ته لاسرسی کړی، خو کومې شمېرې چې د ښځو چارو ریاست سره د ثبت شويو پېښو له شل سلنې کمې قضیې جوړوي.

محمد محفوظ ولی‌زاده وايي: « د پروان امنیه قوماندانۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرمونه په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولي او پولیس بریالي شوي چې د ښځو پروړاندې ۴۲ بېلابېل تاوتریخوالي کشف او تعقیب کړي. په دغو تاوتریخوالو کې مو له کوره د تېښتې ۲۰ قضیې لرلې، ۶ پېښې د وهلو ټکولو وې، ۲ قضیې د زنا پېښې، ۱ پېښه کورنی تاوتریخوالی، د وژنې هڅه یوه پېښه، ۳ د طلاق پېښې، ۱ پېښه د جنسي تېري، ۳ پېښې په وژنې پای ته رسېدلی تاوتریخوالی، ۱ پېښه د غرغره کولو، ۱ پېښه د کوژدې فسخ کولو، او ۱ پېښه هم د نفقې نه ورکولو مو درلودې. دغه پېښې ټولې د ۹۷ او ۹۸ کالونو په لړ کې څېړل شوي او سرغړوونکي د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.»

د پروان ولایت د ښځو چارو ریاست د مسوولانو په وینا، دغه ولایت کې د ښځو ملاتړي بنسټونه دومره فعالیت نه کوي او یوازینی بنسټ چې د کورنیو تاوتریخوالو قربانیانو لپاره لومړني خدمتونه او سرپناه چمتو کوي، ملاتړی مرکز دی.

ټول هېواد کې د ښځو د حمایتي مرکزونو مسووله شکریه خالقي وايي، د دغه بنسټ د کاري طرزالعمل په اساس دوی نه‌شي کولی، د خپلو فعالیتونو او یا د هغو قربانیانو په اړه چې دغه بنسټ ورنه ملاتړ کوي، شمېرې له کوم چا سره شریکې کړي، ان کومې رسنۍ او قربانیان چې دغو مرکزونو کې دي نه‌شي کولی، له رسنیو سره خبرې وکړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زرګونو دوسیو له ډلې د پروان ولایت له درېیو اداري واحدونو  ۳ قضیې د بېلګې په توګه درته وړاندې کوو.

نازنین ۲۲ کلنه نجلۍ ده، چې له واده یوه میاشت وروسته یې ښه ورځ نه ده لیدلې او د خپل خاوند د کورنۍ غړيو تر وهلو ټکولو لاندې یې ژوند بایللی دی.

د پروان ولایت د ښځو چارو رییسې د څرګندونو له مخې، وروسته له هغې چې نازنین د خپلې خسرګنۍ له بد چلنده شکایت کوي او حکومتي بنسټونو ته مراجعه کوي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب یې قضیه تړل شوې او د خپل خاوند کور ته ستنه شوې ده.

خو د هغې خسرګنۍ چې دې سره کومه عقده نیولې وه، پر وړاندې یې تاوتریخوالی نور هم زیاتوي.

تر هغه ځایه چې د روان کال میزان میاشت کې د نازنین مېړه، د مېړه خور او خسر یې له ډېرو وهلو ټکولو وروسته، د نازنین ستونی پرې کوي  او د تل لپاره یې غږ بندوي.

د پولیسو په وینا، اوس د نازنین مېړه زندان کې دی، ومو غوښتل زندان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي کوونکيو سره خبرې وکړو، خو د پروان د زندان مسوولان وايي، د قانون د ممانعت له کبله د خبرو کولو اجازه نشته.

عایشه ګل هغه مېرمن ده چې ۳۰ کاله عمر لري او د پروان د شینواري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده چې اوس مهال د چاریکارو ښار کې ژوند کوي.

عایشې ګلې سره مو داسې مهال روغتون کې لیدنه وشوه چې لا یې هم په بدن د چاقو نښې لیدل کېږي او تازه د مور کېدو درد تجربه کوي.

هغه په سختۍ سره خبرې کوي کله چې له هغې مې پوښتنه وکړه چې څه پرې تېر شوي، ويې ویل، د شپې له خوا یې ورور او ماما داسې حال کې چې خاوند یې هم کور کې نه و، د چاقو په وسیله یې وهي او بکس نه يې پيسې تښتوي.

عایشه له دغې پېښې وروسته روغتون ته لېږدول کېږي او له څو ورځو درملنې وروسته بېرته رخصتېږي، خو تر اوسه يې بيا خاوند نه دی ليدلی.

پریسا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د یوې بلې قرباني مستعار نوم دی.

پریسا چې ۲۵ کاله عمر لري او له دولسم ټولګي فارغه شوې ده. هغې څلور میاشتې مخکې له یوې نړۍ مینې او هیلو سره په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د نوید په نوم له یوه هلک سره واده وکړ.

پریسا له واده ۴۵ ورځې وروسته چې کله د پلار کور ته په پایوازي ځي، په هماغه سبا د خسرګنۍ له یوه نوي چلند سره مخ کېږي او لانجه همدلته او له دې وروسته پیلېږي چې د پریسا خاوند له هغې غواړي چې بېرته کور ته ورشي.

پریسا اوس د درې میاشتو امېندواره ده او که وغواړي چې له خاونده طلاق واخلي، باید د ماشوم تر پیدا کېدو پورې په تمه شي.

پریسا هم یو ځل د قومي مشرانو د منځګړتوب ترخه تجربه لیدلې او کله چې د یادو مشرانو په منځګړتوب بېرته د خاوند کور ته ستنېږي، د خُسرګنۍ له لا ناسم چلند سره مخامخ کېږي.

هغه اوس دومره ډاره شوې، هکه حیرانه ده او وهل ډبول یې خوړلي چې وايي، هغه مهال بېرته د خاوند کور ته ورځي چې خاوند یې د پروان په مرکز کې ورته کور ونیسي او کورنۍ یې هم په ژوند کې هېڅ لاسوهنه ونه کړي.

د ښځو پر وړاندې د سخت او له درده ډک تاوتریخوالي پېښو ته په کتو، د ښځو حقونو د برخې فعالان هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي اندېښمن کړي دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېری قربانیانو دوسیې د هغوی د مدافع وکیل له موجودیت پرته پر مخ ځي.

د ښځو حقونو د برخې ځینې ملاتړي باور لري چې د ښځو د حقونو ساتلو په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو سرسري او پروژه‌يي اقداماتو ته په کتو، یاد فعالیتونه ګټور نه وو.

اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون نه پلي کېدل، د اطلاعاتو د ورکړې په اړه د دغه قانون په اړه د حکومتي ادارو د مسوولانو نه پوهاوی، د لازمې همغږۍ نه موجودیت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو واحد شمېر، د ښځو د ژوند ښه کولو په برخه کې د ګټورو تګلارو او طرحو نه موجودیت او د مسوولو ادارو په کارونو کې نه پرمختګ هغه ګواښونه دي چې د دغه راپور د جوړولو پر مهال ورسره مخ شوم.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام