.jpg)
د خوست ښار په یوه برخه کې د سرک پر غاړه خلک دوو ناستو مېرمنو ته حیران ګوري، ځکه دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې مېرمنې لیلامي توکي پلوري.
دا دوه مېرمنې د کندز ولایت اوسېدونکې دي چې د کورنۍ نارینه یې روان جنګ ترې اخیستي دي.
دوی اوس خوست ته راکډه شوې دي او په ښار کې له ناچارۍ د ځان جامې او د خپل کور توکي پلوري، تر څو خپلو یتیمو ماشومانو ته د خوراک لپاره پیسې پيدا کړي.
په دوی دوو کې يوه څلوېښت کلنه صابره ده چې د جنګ ځپنې له کبله له خپلو ټپونو زګیروی کوي، سلام وطندار ته وايي چې دوی د خلکو کورونو کې لوښي مینځي او یتیم بچیان يې په کلي کې ګرځي او د ماښام ډوډۍ ټولوي.«زمونږ کورونه په بمونو والوځول شول، چور شول، خاوند او وړوکی زوی مې شهیدان شول، موږ له ناچارۍ راغلو پردیو کورونو کې لوښي او جامې مینځو.
کندوز کې مې په وجود کې چرې لګېدلې وې او عملیات هم شوم، اوس هم د شپې له ټپونو خوب نه راځي. بازار ته لاړم د خپل ځان لباس او د کورنۍ لوښي مې خرڅول، ځکه موږ دومره سړی نه لرو چې ګټه راته وکړي.»
.jpg)
صابره د کورنیو توکيو پلورلو ته ځکه اندېښمنه ده چې توليدېږي نه او وايي چې يوه ورځ به يې د کور لباسونه هم ټول وپلورل شي او بيا به پلور لپاره هم څه نه لري.
نوموړې زیاتوي چې ورځ کې تر ۳۰۰روپیو د ځان زاړه لباسونه پلوري او کله، کله داسې ورځ هم راغلې چې له ډک بازار خالي لاس کور ته تللې ده.
له صابرې سره یو بله ملګرې ذبیده چې په خوست ښار کې د خپلې کورنۍ د څښاک او پوښاک توکي پلوري، وايي چې یو لېونی لېور هم ور تر غاړې دی او په وینا یې له کوره ووځي او معلومات یې نه کېږي چې چېرته به وږی او تږی ګرځي.
دوی د خوست ښار لوېدېځ ته په یوه کرايي خېمه کې اوسي.
دوی وايي، که چېرې په کور دننه داسې کاروبار ورته برابر شي چې دوی یې تر سره کولی شي نو په وینا یې له خير ټولونې او بازار ته له وتو به خلاصې شي.
.jpg)
په خوست کې د کډوالو چارو رييس محمد هاشم حلیم سلام وطندار سره خبرو کې د دې دوو بېوزله کورنیو د لاسنیوي ژمنه وکړه؛ خو وايي چې دوی دې د کډوالو چاور رياست ته خپل غوښتنليکونه ور وړي تر څو له مرستندويه موسسو سره اړيکه ونيسي او دوی د مرستې کولو په برخه کې همکاري وکړي.
دا مهال په خوست کې له کندوزه د راکډه شویو دوو کورنیو لپاره د خوست یو شمېر ځوانان خپلې مرستې راټولوي او غواړي په ښار کې صابره او زبیده له سوال او د کورنیو توکيو له پلوره خلاصې کړي.
د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې تر ټولو زیات زیان عامو خلکو لیدلی او د بېوزلو مېرمنو صابرې او ذبیدې په څېر زرګونه نورې مېرمنې هم شته چې په ورته برخلیک اخته دي او د لسیزو جګړو له کبله دردوونکی رنځ تجربه کوي.





