هلمند کې د ۵۰ زرو موټرو د پرزه‌کولو امر شوی

 

د هلمند ولایت ترافیکو د مدیریت مسوولین وايي، چې دوی ته د پلازمينې کابل نه امر شوی، چې باید ۵۰ زره موټر ودروي او پرزه يې کړي.

دوی وايي، د امر په اساس باید هغه موټر، چې ۵ کلن اسنادو وخت يې پوره شوی وي او د دغو موټرو شمېر شاوخوا ۵۰ زرو ته رسيږي باید پرزه شي.

د یاد ولایت د ترافیکو مدیر میرزا خان وايي، که څه هم دوی ته د پلازمينې کابل له‌خوا امر شوی، خو د دوی مدیریت د ۵۰ زرو موټرو د پرزه کولو ظرفیت نه‌لري.

دغو موټرونو ته چې له قانوني لارې افغانستان ته وارد شوي یو ځل د پنځو کلونو له‌پاره سندونه ورکړل شوي وو، چې اوس یې نیټه پوره شوې او اوس یې دولت د درولو پریکړه کړې. 

خو د لښکرګاه ښار شاوخوا ۳۰۰ موټرچلوونکو د یکشنبې په ورځ د غونډې په ترڅ کې له دولته وغوښتل، چې پر دوی دې کار او غریبي نه دروي او دا ستونزه دې د تل له‌پاره حل کړي.

دوی وايي، هغه موټرونه چې د ګمرک څخه راغلي دي دولت باید هغه ته پلیټ ورکړي.

رحیمي زیاته کړه، د موټر چلوونکو استازې دې له چارواکو سره خبرې وکړي، نو ځکه خو په همدې وجه یې د موټرونو درولو بهیر ځنډوي.

د معلوماتو له‌مخې اوس‌مهال په هلمند ولایت کې شاوخوا  ۷۰ زره موټرونه شته، چې د چارواکو پر وینا ښایي لس سلنه یې قانوني سند ولري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام