کابل ښار کې له ځانمرګو او چاودنو وروسته، د هټیوالو پلور ۵۰ ٪ کم شوی

د کابل نوي ښار له چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاوخوا یوه اوونۍ تېرېږي، سیمه بېرته د معمول په څېر له ګڼې ـ ګوڼې او شور ـ ماشوره ډکه ده.

حقیقت دا دی چې هر څه خپل عادي حالت ته نه‌دي ورګرځېدلي؛ د پېر او پلور سوړ باز یې مهمه بېلګه ده چې په‌دې شپو او ورځو کې غوړېدا نه‌لري. نانوایان، هوټلیان، پیته‌پلورونکي، ګرځنده‌پلورونکي د پېر او پلور له نه‌شتوالي شکایت کوي او وايي چې دې سیمه کې له چاودونو او بریدونو وروسته د پېر بازار زښت ډېر کم‌رنګه شوی‌دی.

دوی وايي، په ښار کې دغو پېښو وروسته په پېر کې یې ۵۰ سلنه کموالی راغلی او دغه پېښې پرې زیات زیانونه تحمیلوي.

د نوي ښار یو نانوای محمد صفا وايي، له‌دې مخکې به یې د ورځې ۲زره او ۵۰۰ ډوډۍ پلورلې؛ خو اوسمهال د ورځې ایله ۱۲سوه ډوډۍ خرڅوي.

د نوي ښار جامې پلورونکی رامز وايي، له ځانمرګي برید نه مخکې د نوي ښار بازار ښه و او شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ زرو افغانیو پلور يې درلود؛ خو له ځانمرګي برید وروسته له ۳ تر ۵ زرو افغانیو پلور لري.

د ښار د هټیوالو ترڅنګ، عام خلک هم ځانمرګو بریدونو او چاودنو اندېښمن کړي. دوی وایي، دې پېښو سخت وېرولي او له کورنو وتلو ته ډېر لږ زړه ښه کوي.

له ترکیې راستون شوی ځوان پرویز وایي، کورنۍ یې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالي اندېښمنه کړې او غواړی بېرته یې بهر ته ولېږي.

د ښار په یوه څنډه کې یو شمېر ځوانانو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو غم هېرولو په پار د سیمه‌ییزې موسیقي ټنګ ـ ټکور جوړ کړی او سندرې وایي.

دغه ځوانان وایي، د ښار په کچه د چاودنې ماتم نه هېرېږي؛ ځکه خو غواړي یو شېبه موسیقي وغږوي، سندرې ووایي او خپل دردونه هېر کړي.

د سوداګري اوصنایعو خونې مسوولان وایي چې په کابل کې د ناامنیو وروستیو پېښو خصوصي سکتور ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي، له بده‌مرغه چې د خصوصي سکتور ډېرې برخې زیانمنې شوي؛ خو که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ له افغانستانه به ډېره پانګه وتېښتي.

ښاغلی پسرلی له حکومته غواړي، د وطنوالو په تېره د خصوصي سکتور امنیت ته پام وکړي او له هېواده د پانګې د تېښتې مخه ونیسي.

د تېرې اوونۍ  چار شنبه، طالبانو پر ۱۳ مه او ۱۰ مه حوزه بریدونو ۷ مړي او ۱۷ ټپیان پرځای پرېښودل، دې پېښو دخلکو ترمنځ وېره زیاته کړې او اوس له یوې اوونۍ وروسته ښار پخوانی شور او زوږ نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام