د ښځو چارو وزارت: سږ کال مو د ښځو سره د زور زیاتي ۶۰۰ پېښې ثبت کړې دي

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري نن یک شنبه( جون۱۹مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت شوې پیښې ښيي، چې زیات پیښې د هیواد په نا امنه سیمو کې رامنځته شوي.

ددې پر وینا هرات، غور، بغلان، تخار او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې د تاوتریخوالي ډیرې پیښې يې درلودې.

نوموړې زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې په مرکز او ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتیو ۶۰۰ پیښې د ښځو چارو  له وزارت سره ثبت شوې دي.

د میرمن نظري پر وینا، سربېره پردې، له ښځو سره د تاوتریخوالي نورې پیښې هم شته، چې تراوسه نه دي ثبت شوي.

نوموړې زیاته کړه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالو پیښې داسې مهال زیاتوالی ښیي، چې له ښځو سره د زور زیاتیو د مخنیوي قانون او د ښځو ځورونې د منعې مقرره هم توشیح شوې ده.

په دې اړه د ښځو چارو وزارت د پالیسي او فني  چارو رېیسې سپوږمۍ وردګ د دغه وزارت چارو په اړه د خلکو لیدلوری منفي بولي، خو زیاتوي چې د ښځو چارو وزارت د ښځو وضعیت ښه والي له پاره زیات  پروګرامونه تطبیق کړي، چې اوس ښځو ته د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي پر پروګرام کار کوي.

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه په هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړي، چې له دې لارې به په هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښو شمیر را کم شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام