په فاریاب کې یوه مور او لور په ډزو وژل شوې

یوه ۶۵ مور او ۲۷ لور د فاریاب پشتون کوټ ولسوالۍ په للمي کاریز سیمه کې د نا پیژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوې دي.

د پشتونکوټ ولسوال عبدالقدیر قادري سلام وطندار ته وویل، دا دواړه تېره شپه ناوخته وژل شوي دي. قادري زیاته کړې چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ډير ژر به ددې وژنې عاملين ونيسي.

ددې کورنۍ مشری زوی قدرت الله وايي، چې تېره شپه نږدې ۱۲ بجې یې کور ته څو تنه ناپيژانده وسله وال دننه شول او مور او خور یې ورته ووژله. هغه زیاتوي چې له هیچا سره یې دښمني نه درلوده او له قضايي او عدلي ارګانونو غواړي چې دا پېښه و څېړي.

د فاریاب ولایت د عدلي طب مسول ډاکټر سمیر عنایت هم تایید کړه چې نن( یکشنبه) نږدې ۷ بجې د دوه مېرمنو جسدونه دوی ته ور وړل شوي، چې دواړه په سر باندې په مرميو ویشتل شوې دي.

ددې ولایت د بشر حقونو د دفتر چارواکو ددې پېښو دغندلو ترڅنګ په اړه یې د پلټنو غوښته هم کړې ده. د فاریاب د بشري حقونو د ولایتي دفتر رییس سید حفیظ فطرت سلام وطندار سره په خبرو کې د ناموسي وژنو د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې د نوي کال له پېله تر اوسه ددوی سره د ۱۶ مېرمنو د وژنو قضیې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې ډيرې هغه یې د ټولنیز شرم له کبله پټې ساتل شوې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام