د دولتي پوهنتونونو د استادانو کاري اعتصاب

د کابل پوهنتون په ګډون د د ټولو دولتي پوهنتونونو استادانو نن کاري اعتصاب وکړ او د تدریس لپاره یې ټولګیو ته له تګه انکار وکړ.

د پوهنتونونو استادان د دغه اعتصاب لامل د لوړو زده‌کړو وزارت د توشېح شوي قانون د ځینو مادو نه پلي کېدل په ګوته کوي.

د کابل پوهنتون د استادانو ټولنې رییس پوهاند نجیب‌الله امرخېل سلام‌وطندار ته وویل چې د لوړو زده‌کړو قانون ۳۵ ماده وایي چې د پوهنتونونو د استادانو تنخا او امتیازونه د جلا مقررې له مخې ورکول کېږي.

د امرخېل په وینا، که څه هم دوی ډېره هڅه کړې، خو د مالیې وزارت د مقررې په جوړولو کې ناغېړي کوي.  

امرخېل وایي، د پوهنتونونو د استادانو ټولنه له دوو کلونو راهیسې د بېلابېلو مکتوبونو له لارې له لوړو زده‌کړو وزارت نه د دې مقررې د جوړولو غوښتنه کوي، خو په وروستیو څلورو میاشتو کې یي وزارت اړ کړی چې مقرره جوره کړي.

نوموړی زیاتوي، یاده مقرره د لوړو زده کړو وزارت له لوري جوړه او تر جوړېدو وروسته عدلیې او بیا مالیې وزارتونو ته واستول شوه، خو مالیي وزارت په دی اړه لازم اقدامات نه کوي.

موږ هڅه وکړه چې په دی اړه د مالیې وزارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره و نه توانېدو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین بیا ډاډ ورکوي چې له مالیې وزارت سره په ګډه پر یادې مقررې کار کوي او په نږدې راتلونکې کې به یې یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

د کابل پوهنتون شپني پوهنځیو استادانو بیا تحصن وکړ

تر راتلونکیو دوو کالونو به د هېواد ټول پوهنتوني استادان ماسټران وي

د مونوګراف لیکلو پر مهال د استادانو سلیقوي چلندونه

دا په داسې حال کې ده چې د سیدجماالدین افغان د دارالمعلمین استادانو او محصلانو هم له یو کال راهیسې کاري اعتصاب کړی او غواړي چې یاد دارالمعلمین باید د لوړو زده کړو موسېسې یا پوهنتون ته لوړ شي، خو تر اوسه د یادو محصلانو غوښتنه نه‌ده منل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام