
کورنیو چارو وزارت وايي، د احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز د بریاوو نمانځلو په موخه د شپې لهخوا د خوشالۍ زیاتې هوايي ډزې د اوسني او پخواني حکومتونو د وزیرانو، د ولسي جرګې استازو او د نورو لوړپوړو حکومتي چارواکیو له کورونو شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، د تېرې جمعې شپې د بریاوو نمانځلو په موخه هوايي ډزو په تړاو ۱۷ کسان نیول شوي چې ۱۰ تنه یې ملکي وګړي او ۷ نور یې پوځي کسان دي.
ښاغلی برمک زیاتوي، دغو کسانو ته پخواني حکومت کې له جواز پرته درنې او سپکې وسلې ورکړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر وايي، د کابل پولیس به له دې وروسته هر کله چې ملي مراسم ترسره کېږي یا هم افغانستان له نورو هېوادونو سره ورزشي لوبې ولري، ۴۸ ساعته وړاندې جدي تدابیر ونیسي او د کابل ښار په کوڅو او واټونو کې به نظارت پراخ کړي.
د تېرې جمعې په شپه عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د ازادو سیالیو دوو لوبغاړو احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز له بریا وروسته، د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکیو د بریا نمانځلو په موخه هوايي ډزې وکړې، چې د کابل ښاریانو لهپاره د اندېښنې رامنځته کولو سربېره ځاني تلفات یې هم له ځانه سره لرل.





