د کورنيو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به هيڅ تجار نه شي کولی، چې پلاستيکي وسلې وارد کړي.
د یاد وزارت ویاند صدیق صديقي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د پلاستيکي وسلو د وارد کولو په اړه به د سوداګرۍ وزارت او سوداګريو خونو چارواکو سره هم ناستې ولري.
صديقي زياته کړه، چې دغه وزارتونه به يې پر وارداتو بندیز ولګوي.
هغه وویل، ټولو امنيتي ځواکونو ته اعلام شوی، چې په افغانستان کې دې د پلاستيکي وسلو د خرڅلاو مخنيوی وکړي.
نوموړي دا هم وویل، چې تر اوسه پورې له سلو زیات ماشومانو په سترګو کې د همدې پلاستيکي وسلو له امله ټپيان شوي دي.
د وروستيو راپورونو پر بنسټ یواځې ۱۱۶ ماشومان د کابل ولایت روغتونو ته لېږدول شوي دي.
اخوا سلام وطندار ته په را رسېدلو راپورونو کې ویل شوي، چې د هرات ولایت په نور روغتون کې هم ۱۹ ټپي ماشومان پراته دي او د ځينو د سترګو ټپ د خورا اندېښنې وړ بلل شوی.
داسې ليدل کيږي، چې سږکال افغانستان ته خورا زياتې پلاستيکي وسلې وارد شوې وې او د کوچني اختر په شپو ورځو کې په ښارونو کې په ډله ییز ډول ماشومان ليدل کېدل، چې یو له بل سره د پلاستيکي وسلو په وسیله جنګ کوي.
دغه موضوع په خواله رسنيو لکه فېسبوک او نورو پاڼو کې د زیاتو خلکو له لوري و غندل شوه او بېلابېلې تبصرې وشوې، چې د پلاستيکي وسلو واردول کولی شي د افغان کوچنيانو ذهنونه جنګ ته و هڅوي.
خو اوس د کورنيو چارو وزارت دغه کار په خواله رسنيو کې د خلکو د خورا هرکلي سره مخ شوې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند وحيد عمر په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري د پلاستيکي وسلو پر وارد بنديز یو نیک ګام دی.





