نی: د افغانستان دولت د بیان ازادۍ خلاف اقدام کوي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه (نی) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د انټرنېټ محدودولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اقدام د اندېښنې وړ بولي او وايي، د افغانستان دولت غواړي چې د بیان ازادۍ خلاف ګام واخلي.

د خبرپاڼې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر له بي‌بي‌سي فارسي سره په مرکه کې ویلي چې د ملي یووالي حکومت غواړي چې د انټرنېټ محدودولو لپاره ځینې ګامونه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي ویلي: «موږ انټرنېټ ته لاسرسی سیمه‌ییز کړی او اوس چې هر څه وغواړو، فلټر کولای یې شو. هغه څه ته چې اړتیا نشته او د افغانستان او د افغانانو د کلتور خلاف دی، کولای شو ویې تړو.»

نی د اریوبي دا څرګندونې د اساسي قانون د ۳۴ مادې چې په‌کې د بیان ازادۍ ته اشاره شوې، خلاف بولي.

د اساسي قانون په ۳۴مه ماده کې لیکل شوي چې د بیان ازادي له تعرضه خوندي ده. هر افغان کولای شي چې له اساسي قانون سره سم خپل فکر د ویلو، لیکلو، تصویر یا نورو وسایلو له لارې څرګند کړي.

اړوند مطالب:

د فېسبوک ادارې ته د مخابراتو وزارت خبرداری

د نی په وینا، د بیان ازادۍ په اړه دا ډول څرګندونې د نظام د استبدادي کولو لپاره لومړنی ګام دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه له حکومت غواړي چې د مخابراتو د وزیر د څرګندونو په اړه توضیحات ورکړي او وښيي چې د انټرنېټ کارولو په برخه کې د حکومت سیاست څه دی. په خبرپاڼه کې له دولته غوښتل شوي چې مخابراتو وزارت پوه کړي چې هېڅوک، که هغه په هر مقام کې وي، نه‌شي کولای د قانون خلاف خبرې وکړي.

یادې ادارې د بیان ازادۍ اړوند له نړیوالو بنسټونو هم غوښتي چې پر افغانستان خپل قانوني او رسمي فشارونه راوړي، څو حکومت د خپلو ژمنو په وړاندې ځواب ویونکی وساتي.

د یادونې ده چې د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي او د مالیې وزارت سرپرست وزیر همایون قیومي په امریکا کې د فېسبوک مرکزي ادارې ته ورغلي وو او د افغان دولت غوښتنې یې ورسره شریکې کړې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام