د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د «روتا» په نوم د ماشومانو نس ناستي ځانګړی واکسین یې د افغانستان پر نورو ۱۲ ډوله وړیا واکسینونو ورزیات کړی دی.
د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، په ټوله نړۍ له دې ډلې په افغانستان کې له ۳۰ سلنه زیات له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان پر نس ناستي مري چې د دغې واکسین په تطبیق د ماشوم مړیني مخنیوی کېږي.

ځینې شیدې ورکوونکې میندې د عامې روغتیا وزارت دغه اقدام ستایي او وایي چې د روتا واکسین ګتور دی دا ځکه چې له پنځه کلنۍ ډېر کم عمره ماشومان پر نس ناستي ناروغۍ مري.
روتا دیارلسم واکسین دی چې د ۱۲ نورو واکسینونو ترڅنګ لکه تور زیړي، پولیو، توبرکلوز، شنې ټوخلې، والګي، سینه وبغل او سری دي چې اوس د ټول هېواد په کچه تطبیق کېږي.





