نوی غورځنګ: د نفوسو احوالو ثبت قانون تعدیل غېرقانوني دی

وروسته له هغه چې ولسمشر د نفوسو احوالو ثبت قانون په ۶مه ماده کې تعدیل راوست، نو ځينو "له قانونه د دفاع غورځنګ" په نوم بنسټ جوړ کړ.

په دغه ماده کې په بریښنایي تذکرو کې د هویت او وطنوالو ځانګړتیاوو په برخه کې تعدیل راوستل شوی دی.

ددغه غورځنګ غړي هارون معترف د شنبې ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، حکومت نه‌باید د وطنوالو هویت سره سلیقوي چلند وکړي.

د معترف پر وینا، د نفوسو احوالو ثبت قانون تعدیل د هیواد اساسي قانون خلاف دی او خلک به يې پر وړاندې ودريږي.

معترف زیاتوي، په بریښنایي تذکرو کې د ځانګړتیاوو او منفي کلمو لیکل د قومونو ترمنځ د نفاق اچونې سبب کیږي.

د قانون دفاع غورځنګ غړي د یو پریکړه‌لیک په صادرولو سره د ولسمشر تقنیني فرمان د لغوه کیدو غوښتنه وکړه او له حکومته یې وغوښتل، چې له وطنوالو سره له دوه ګوني چلنده ډډه وکړي.

دوی خبرداری ورکړ، که حکومت یې غوښتنو ته ځواب ونه وایي په ټول هیواد کې به پر مدني سرغړونو لاس پورې کړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشر د نفوسو احوالو ثبت قانون ۶مه ماده د یوې ملي سیاسي اجماع او د ټولنې ټولو خواوو نظرونو په پام کې نیولو سره تعدیل کړی.

د نفوسو احوالو ثبت قانون د شپږمې مادې تعدیل طرحه د پنجشنبې ورځ د کابینې په غونډه کې تصویب شوه او ورسره جوخت ولسمشر یې په اړه تقنیني فرمان هم صادر کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام