
طالبانو په سرپل کې د نامشروغ اړیکې په تور صحرايي محاکمه کړله.
دا پېښه د دغه ولایت د سنچارک ولسوالي په اوقاف سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرپل د والي ویاند ذبېحالله اماني د دې پېښې د تایید ترڅنګ، سلاموطندار ته وویل، یاده ښځه عزیزه نومېږي او د سنچارک ولسوالي د تبیر سیمې اوسېدونکې ده.
د اماني په وینا، طالبانو تازه دغه ښځه تر خپل واک لاندې سیمه کې د خلکو په وړاندې په یوه صحرايي محکمه کې په دورو وهلې ده.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو تر دې وړاندې د سرپل په ښار کې یوه ښځه په دې تور وژلې وه چې د دولت تر ولکې لاندې سیمې ته تللې وه.
اړوند مطالب:





