د پروان پر ځینو دولتي ادارو د دغه ولایت د والي نیوکې

د پروان والي فضل‌الدین عیار نن په یوه خبري غونډې کې د دغه ولایت پر یو شمېر دولتي ادارو او مسوولانو نیوکې وکړ.

د نوموړي په وینا، کره اسناد لري چې د پولیسو مسوولان د قانون د تنفیذ پر ځای، هغه په خپله ګټه پلی کوي او دغه راز له دولتي امکاناتو په ګټې اخیستو په غلاوو کې لاس لري او کله کله هم حقایق پټوي.

عیار په دغه ولایت کې د قومونو او قبایلو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو پر مسوولانو هم سختې نیوکې وکړې او یادې ادارې یې فلج شوې او په فساد کې ډوبې وبللې.

د پروان والي زیاتوي، یاد ریاستونه د خلکو په برخلیک لوبې کوي، فعالیتونه یې راته د منلو نه دي او په‌کار ده چې عدلي او قضايي ادارې ترې څېړنې وکړي.

د پروان د برېښنا په وېش کې پراخ فساد شوی

پروان کې د جوړو شویو ناامنیو په اړه د یوشمېر نوماندانو اندېښنې

خو د پروان د کرنې ریاست سرپرست محمدعارف عقیل او د دغه ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس سیف‌الله حسنزی وايي، والي د یادو ادارو په اړه معلومات نه‌لري او همدا د نوموړي د نیوکو لامل ګڼي.

که څه هم د پروان اوسېدونکیو او مدني فعالانو تر دې وړاندې د ځینو حکومتي ادارو پر کم‌کارۍ نیوکه کړې وه، خو دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت والي د ځینو دولتي ادارو پر چارو نیوکه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام