پکتیکا‌ کې د لویو لارو ناامنيو په غبرګون لاریون

له ارشیفه

پکتیکا ته له غزني او پکتیا ولایتونو د ورغلیو لویو لارو د ناامنیو زیاتېدو په غبرګون د دې ولایت سلګونو اوسېدونکیو لاریون وکړ.

لاریونوالو وویل، پکتیکا ته غځېدلې لارې تر بل هر وخته زیاتې ناامنه شوي او وسله‌وال طالبانو د لارې په اوږدو کې مسافر راښکته کوي او وژني یې.

لاریونوالو د غزني والي او امنیتي چارواکیو پرخلاف شعارونه ورکړل او خبرداری یې ورکړ؛ د لویې لارې په هغو برخو کې چې د غزني اړوند کېږي امنیت یې ټینګ نه‌کړي؛ پراخ لاریونونه به وکړي.

اخوا د پکتیکا ولایتي اداره هم د لاریونوالو غوښتنې پرځای بولي.

د پکتیکا د والي ویاند محمد ایاز سلام‌وطندار ته وویل، د دې ستونزې د حل په تړاو ولایتي ادارې د دواړو ولایتونو له چارواکیو سره خبرې کړي دي.

دی وايي، د پکتیکا والي له ولسمشر سره د کتنې پرمهال هم دغه ستونزه شریکه کړې ده او د حل له‌پاره یې د جدي اقداماتو خبره کړې.

د ریپوټونو پربنسټ تېرکال هم د پکتیکا غزني لویه لار په اوږدو کې د دې ولایت له ۱۵ زیات ځوانان او قومي مشران د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شول.

دغه‌راز تېره ورځ هم د پکتیکا ولایتي شورا غړیو او د مدڼي ټولنو استازو د لویې لارې د امنیت خوندیتوب په پار یې د ښرنې په مرکزي څلورلارې کې د تحصن خېمه درولې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام