
۶۰ کلن سلطانمحمود خیرخواه په خوست کې مشهور ممثل او خبریال و او په افغانستان کې لومړی کس بلل کېږي چې د خوست په بېلابېلو ټلوېزیونو کې یې داسې خپرونې پیل کړې چې بېوزلو ته مرستې راټولې او بیا یې تر کوره ور ورسوي.
خېرخواه ځانګړی خیریه بنسټ نه لرلو؛ خو خپله یو ټکسي به یې په بډایه خلکو پسې ګرځوله او وروسته به یې په «اهونه» خپرونه کې خیریه کارونو ته د خلکو هڅونې لهپاره راټوله مرسته بېوزلانو ته وېشله.
خوست کې د سولې پیغام راډیو مشر زاهدشاه انګار وایي چې خیرخواه نه یوازې خبریال او ممثل و، بلکې فرهنګي، مدني فعال او د کنډو سړی یې بولي.
سلطانمحمود خیرخواه د جمعې په ورځ ۱۱ بجې د خوست اداري کمپلېکس دروازې سره څو مترۍ کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په بېغږه تفنګچه ټپي شو او تېر ماښام شاوخوا ۶ بجې یې د خوست په یو خصوصي روغتون کې ساه ورکړه.
سلطانمحمود خیرخواه ـ چې د مرګ تر وروستیو یې خیریه کارونه کول ـ ګڼ شمېر بېوزلانو یې جنازه کې ګډون کړیو.

د خیرخواه درېیم زوی او په خوست شیخ زاید پوهنتون کې د ټولنیزو علومو استاد الیاس افغان وایي چې دوی هېچا سره شخصي دوښمني نهلري.
دی له خوستوالو غواړي چې د ده پلار په قدم ولاړ شي او ترڅنګ یې د قاتلانو په پیدا کولو او قانون ته په منګولو سپارلو کې مرسته وکړي.
د خوست فرهنګیان غواړي چې د سلطانمحمود خیرخواه په نوم یو خیریه بنسټ جوړ کړي او د خوست منار یې په یاد ونوموي.

د سلطانمحمود خیرخواه له وژلو سره دا په روان کال کې په افغانستان کې څلورم خبریال دی چې وژل کېږي.
تر اوسه د خیرخواه د وژنې مسوولیت چا یا کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې خوست کې هدفي وژنو، انسانتښتونو او غلاوو ګراف لوړ شوی او خوستوال یې هم اندېښمن کړيدي.





