د ملي پېوستون ګوند او اسلامي نهضت پلویانو پر ننګرهار د امریکې بمي برید وغندل

د افغانستان اسلامي نهضت په نوم سیاسي ډلې سرلاري او د ملي پېوستون ګوند پلویانو د لاریون او خبري ناستې په ترڅ کې، پرافغان خاوره د امریکې ستر غیر اټومي بمب غورځول د ملي واکمنۍ نقض وبلل او له ملګرو ملتو او سیمه‌ییزو سازمانونو يې وغوښتل، چې دا مسئله په جدي توګه وڅیړي.

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د مامند درې او اسدخیلو سیمه د امریکې "جي بي یو ۴۳" بمب غورځولو په تړاو د غبرګونو په لړ کې د اسلامي نهضت سرلارو او غړو د یکشنبې ورځ کابل کې د خبري غونډې پرمهال د امریکې ستر غیر اټومي بمب غورځول د ملي واکمني نقض وباله زیاته یې کړه، چې دا مسله به په افغانستان کې د نیابتي جګړې دوام سبب شي.

ددغه بنسټ سرلارو په یوه پریکړه لیک کې له ملکرو ملتو او سیمه‌ییزو سازمانونو وغوښتل چې دا مسله په جدي توګه وڅیړي.

د یاد بنسټ مشر مولوي محمد مختار مفلح سلام وطندارته وویل، چې افغانستان د سترو هیوادو د وسلو ازمایښت ځای شوی او تاوان يې د افغانستان خلک ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي پیوستون ګوند د دې مسلې په غبرګون کې اعتراضیه غونډه و کړه.

د یاد بنسټ سرلاري دعوه کوي، چې د دغه بمب کارول له ترهګرۍ سره مبارزې پورې تړاو نه لري او امریکا غواړي د افغانستان شمال ته د داعش رسولو سره د روسیې نږدې پولې نا امنه کړي.

د یاد ګوند مشرې سیلۍ غفار وویل، امریکا په افغانستان کې د دغه بمب په ازمایښت سره غواړي، چې د هغه پر ورانوونکي ځواک ځان و پوهوي او خپل پوځي ځواک روسیې، چین او نورو نړیوالو سیالانو ته وښيي.

«همدا شیبه چې زموږ همکاران په سیمه کې دي وايي چې د بمب د اواز له امله د زیاتو ماشومانو د غوږونو پردې هم شلیدلې نو ځکه خو دا د داعش د ځپلو له پاره نه و، یو ازمایښت و چې افغانستان کې يې میدان شغالي ولیده چې خپلو سیالانو ته وښیي چې دا وسلې مو په خپلو اډو کې ځای پر ځای کړي دي.»

که څه هم افغان حکومت او امریکا ادعا کوي چې د دغه بم چاودنه کې داعش ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ملکیانو ته په کې زیان نه دی رسیدلی، خو یو شمیر افغان سیاسي فعالانو په ځانګرې توګه پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکې پوځ دا کړنه غندلې او هغه یې د افغانستان ملي واکمنۍ نقض  بللی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام