
د ولسي جرګې غړي او د راتلونکیو پارلماني ټاکنو نوماند ملاترهخېل محمدي او د هغه لسګونو پلویانو د کابل بګرامیو لویه لار وتړله.
نوموړي تر هغې وروسته په اعتراضي ډول یاده لار وتړله چې د نامعلومو دلایلو له کبله د ولسي جرګې نوماندانو له نوملړه وویستل شو.
په ټولنیزو رسنیو کې د ملاترهخېل او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي د ټیلیفوني خبرو ویډیو خپره شوې چې نوموړی معصوم ستانکزي ته وايي، خلکو ترې د هغو سندونو خپرولو غوښتنه کړې چې د نوماندانو له نوملړه د ده د ايستلو لامل شويدي.
ترهخېل ټینګار کوي چې د یوې سیاسي دسیسې له کبله له نوملړه ايستل شوی او خلکو ته د منلو وړ نهده. نوموړی زیاتوي، خلک به تر دې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکیو ته اجازه ورنهکړي چې دفترونو لاړ شي.
په دې ویډیو کې د معصوم ستانکزي غږ هم اورېدل کېږي چې ملاترهخېل ته په ځواب کې وايي: «دا موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسیون پورې تړلې او هر څوک یې په چارو کې لاسوهنه نهشي کولی.»

تر اوسه د نوماندانو له نوملړه د ملاترهخېل ایستلو دلیل روښانه نهدی. پهدې اړه مو د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو بریالي نهشو.
دغه راز داسې ګنګوسې دي چې د امانالله ګذر، عبداللطیف پدرام، اللهګل مجاهد، انورخان اوریاخېل، ظاهر قدیر، همایون همایون، حضرتعلي او زلمي مجددي نومونه هم د پارلماني ټاکنو له نوملړه ایستل شويدي.





